تاند، پنجشنبه،  ثور ۱۱مه: د هلمند د ناوې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر محمد اسماعیل عزیزي د طالبانو  د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تاند ته پېښه تاییدوي او وايي، دا چاودنه تېره شپه د د ناوې ولسوالۍ په څرخ دوز سیمه کې شوې ده چې په کې د ملي امنیت د ځايي مدیر وژل شوی او تر څنګ یې دوه ملي پولیس ژوبل دي: ((  د ملي امنیت مدیر په هاموي ټانک کې و او د ناوې ولسوالۍ کې ګزمې ته وتلی و.))

 دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د سولې له هوکړې راوروسته پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي او د روژې او کورونا په خاطر یې د اوربند وړاندیزونه رد کړي دي.

 د شمېرو له مخې طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته پر بهرنیو ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی خو پر افغان ځواکونو هره ورځ لږ ترلږه د طالبانو ۵۵ بریدونه ثبت شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *