تاند (جمعه، د ثور۱۲) سي این این وايي، د ټرمپ ادارې له طالبانو سره د لاسلیک کړې موافقې پر اساس تر ټاکل شوې مهالوېش مخکې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۱۰ زرو کم کړی دی.

سي این این وايي، دا خبره درو سرچینو، چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر په اړه یې معلومات لرل، ورته کړې ده.

د قطر په دوحه کې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس امریکا باید په افغانستان کې د خپلو ۱۳ زره پوځیانو شمېر د جولای تر نیمايي پورې ۸۶۰۰ ته راکم کړي خو اوس داسې ښکاري چې امریکا به تر ټاکلې نېټې ډېر مخکې د خپلو پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي.

یوې سرچینې سي این این ته ویلي چې تر ټاکلې مودې ممکن څو میاشتې وړاندې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته رالږ شي.

 د سي این این پر اساس، د امریکا یوه دفاعي چارواکي وویل، د کورونا وایرس اوبا د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. سرچینې همداراز وویل چې د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله امریکايي پوځیانو د افغان ځواکونو د روزنې بهیر د پام وړ کم کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون بیا ویلي چې د ځواکونو د ایستلو په تړاو د امنیتي اندېښنو له کبله د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه معلومات نه خپروي خو وايي چې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو لړۍ دوام لري.

تر دې مخکې ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی و چې ولسمشر ټرمپ غواړي چې د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *