تاند، جمعه، د ثور ۱۲مه: د ایران د فارم لرونکو ټولنه وايي، د ۱۳۹۹ کال له پیله یې تر اوسه افغانستان، عراق، قطر او عمان ته ۱۰ زره ټنه د چرګانو هګۍ صادر کړې دي.
د دغې اتحادیې مشر رضا ترکشوند له رسنیو سره په مرکه کې ویل، ایران د خپلو تولیداتو په ډېرولو غور کړی دی او له هیواده بهر یې له ۷۰ څخه تر ۸۰ زره ټنو پورې د هګیو صادرولو پلان یې جوړ کړی دی.
نوموړي ویلي، اوسمال عراق، افغانستان، کویټ او قطر ته د ایراني چرګانو هګۍ صادرېږي.
د رضا ترکشوند په وینا له افغانستان سره تازه د هګیو د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي او دغه هیواد د ایراني هګیو په صادراتو بندیز ختم کړی دی: (( نورو کلونو کې زموږ صادرات زیانمن کېدل، خو سږ کال د کورونا له کبله ډیروالی په کې راغلی دی، سږ کال زموږ د چرګانو د هګیو بیې هم مناسبې دي او ډېرې راغورځېدلې نه دي))
ترکشوند زیاته کړه تېر کال په ایران کې د چرګانو د هګیو تولید ۱۰۱ ټنه و، چې نورې نړۍ ته ترې ۴۱ زره ټنه هګۍ صادرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تازه له ایران څخه د هګیو په صادراتو بندیز لرې کړی دی او هڅه کوي چې د کورونا له کبله په بازار کې د چرګانو د هګیو پورته شوې بیه له ۱۵ افغانیو څخه بېرته ۵ او ۶ افغانیو ته راوغورځوي.