تاند، جمعه، د ثور ۱۲مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه د کورونا ویروس ۱۶۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره د ټولو پېښو شمېر ۲۳۳۹ ته لوړ شوی دی.
د روغتیا وزارت لخوا تاند ته په استول شویو ارقامو کې راغلي چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په کندهار کې ۴۵، په کابل کې۴۴، په هرات کې ۲۸، په بغلان کې ۱۳، په جوزجان کې ۶، په ننګرهار کې ۶، په کاپيسا کې ۵، په بادغیس کې ۴، په مزارشریف کې ۴، په بامیان کې ۴، په سمنګان کې ۳، په لغمان کې ۳، په میدان وردګ کې ۲ او په پروان کې ۱ مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د وزارت په قول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له ناروغۍ څخه د روغو شویو کسانو شمېر ۳۱۰ تنو ته لوړ شوی او د مړو شمېر یې هم ۶۸ ته رسېدلی دی.
دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د کورونا مثبتې پېښې ۳ میلیونه ۳۱۸ زره او ۴۲۸ ته رسېدلې دي، چې له دې جملې ۲۳۴ زره او ۲۵۰ کسان مړه شوي او یو میلیون ۴۵ زره او ۲۱ کسان روغ کورونو ته ستانه شوي دي.
a