د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۶۸ تنو نورو افغانانو کورونا تایید شوې ده. د دې وزارت پر اساس بیا هم تر ټولو ډېرې پېښې په کندهار، کابلاو هرات کې ثبت شوي دي.

کندهار۴۵ پېښې
کابل ۴۴ پېښې
هرات ۲۸ پېښې
بغلان ۱۳ پېښې
جوزجان ۶ پېښې
ننگرهار ۶پېښې
کاپیسا ۵ پېښې
بادغیس ۴ پېښې
بامیان ۴ پېښې
مزار ۴ پېښې
سمنگان ۳ پېښې
لغمان ۳ پېښې
وردک ۲پېښې
پروان ۱ پېښه
تراوسه پورې په افغانستان کې۳۱۰ تنه روغ شوي، ۶۸ تنه مړه شوي او ټولټال د ۲۳۳۹ تنو کورونا وایرس تایید شوي دي.

جمعه ۱۲ ثور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *