تاند، جمعه، د ثور ۱۲مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې تر دا مهاله د روغتیايي برخې ۲۲۸ کارکوونکي په کورونا ویروس اخته  شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت لخوا تاند ته په ورکړل شوي لیست کې ویل شوي چې دمګړۍ په هرات کې تر ټولو زیات ۶۶ روغتیايي کارکوونکي، ډاکټران او نرسان په دې ویروس اخته تشخیص شوي دي.

ورپسې کندهار کې ۳۸ تنه، په کندوز کې ۲۲، په کابل کې ۱۸، په بلخ کې ۱۷، په بادغیس کې ۹، په نیمروز کې ۸، په کونړ او ننګرهار کې ۷ – ۷ تنه په جوزجان کې ۶، په سمنګان کې ۴ په بامیان، غزني، لغمان، لوګر او تخار کې درې درې تنه، په فراه، پکتیا، میدان وردګ کې دوه دوه تنه، په بدخشان دایکنډي، فاریاب، هلمند او پنجشېر کې بیا یو یو ډاکټر په دې ناروغۍ اخته تشخیص شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې نن د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۳۳۹، د مړو شمېر ۶۸ او د روغو شویو کسانو شمېر ۳۱۰ ته لوړ شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *