تاند، جمعه، د ثور ۱۲مه: وسله والو کسانو نن مازیګر د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړی  او د علي وزیر د تره زوی، سردار عارف وزیر د خپل کور مخې ته په ډزو ویشتلی.

ګڼ راپورونه دي چې ګواکې عارف وزیر له برید سره سم ساه ورکړې ده، خو ځینې وايي، چې عارف وزیر په روغتون کې دی او بچ کېدل یې ناممکن دي.

نوموړي د جنوبي وزیرستان  واڼا اوسېدونکی او د حمل  د میاشتې په ۳۰مه پاکستاني پوځ په دې جرم نیولی و چې افغانستان ته د ولسشمر غني د لوړې مراسمو لپاره تللی او هلته یې د پاکستان پر ضد څرګندونې کړې وې، خو له څو ورځې زندان تېرولو وروسته بېرته راخوشې شو.

نوموړی د پي ټي ایم د راپورته کېدو په لومړنیو ورځو کې هم د پاکستان پوځ لخوا نیول شوی او ۱۳ میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې وې.

د پي ایم فعالانو تاند ته وویل، چې عارف وزیر نن ماښام د پاکستاني ریاست د ښو طالبانو لخوا په واڼه بازار کې له دوکان څخه کور ته پر لاره له بنجو موټرو څخه ډزې کړې دي.

د عارف وزیر د کورنۍ ۱۱ غړي تر دې وړاندې د پاکستان د حکومت لخوا روزل شویو ترهګرو وژلي دي.

معلومه نه ده چې پي ټي ایم به په دغو کورونايي حالاتو کې د عارف وزیر د مرګ په اړه له پاکستاني پوځ سره څه حساب کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *