تاند، شنبه، د ثور ۱۳مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل میربچه کوټ د میرزاخیلو په سیمه کې د برېښنا د ستنې د تخریب په تور یې یوه شپږ کسیزه شبکه نیولې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني تاند ته وايي، دغه کسان تېره شپه په یو لړ عملیاتو کې نیول شوي او پرې تور دی چې د برېښنا ستنه یې څو ورځې وړاندې په بمونو ویجاړه کړې ده: (( دغې ډلې تېره شپه یوولس بجې د میربچه کوټ پر پوستو د ترهګریزو بریدونو پلان هم درلود.))

نوموړې وايي، نیول شوي کسان د طالبانو د ډلې غړي دي: (( دغې ډلې د قره باغ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال ګل بادشا برادر په مشرۍ فعالیت کاوه او د قره باغ په شمول یې په میربچه کوټ او بګرام کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول.))

د کورنیو چارو وزارت په خبره له نیول شویو کسانو سره یو راکټ، دوه کلاشنکوفونه او نور نظامي تجهیزات هم نیول شوي دي.

 څو شپې وړاندې د ثور په ۷مه وسله والو د میربچه کوټ په میرزاخېلو کې د وارداتي بریښنا ۲۲۰ کیلو ولټه لاین یوه ستن په بمونو ویجاړه کړه چې ورسره په ننگرهار، خوست، لغمان، غزني، لوگر، میدان‌وردک او پکتیا برېښنا هم پرې شوه.

برېښنا شرکت وايي، په دغه ستن یې د بیا رغاونې لپاره ۳۰۰ زره ډالر مصرف راځي.

طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي وو، خو نن د کورنیو چارو وزارت نیول شوي کسان د طالبانو د ډلې غړي بللي دي.

One thought on “کورنیو چارو وزارت د کابل د برېښنا ستنې د تخریب په تور ۶ طالبان نیولي”
  1. جوړ تازه،
    دا کسانو که رشتیا سره د برق مټه الوزولی وی،نو باید دا شپږ کسان ټول په هماغه تخریب شوی مټه پوری اویزان او اعدام شی،مهمه نه ده که طالیبا ن وی ،که دولتی کسان وی ،او که غله وی،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *