تاند، شنبه، د ثور ۱۳مه: د عامې روغتیا وزارت تایید کړه چې د کورونا پر ضد مبارزه کې د روغتیايي ټیمونو د مصروفېدو په موده کې د ټول هېواد په کچه د پولیو ناروغۍ ۶ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د دې وزارت د ویاند وحید الله مایار لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ تازه ۶ پېښې د کندهار په شاولیکوټ او غورک، د کونړ په شیګل او شلطن، د بدخشان په یاوان، د بلخ په دهدادي او د هرات په شینډنډ ولسوالیو کې ثبت شوې دي.
د خبرپاڼې په قول تر دغو ۶ پيښو وړاندې، ۵ نورې مثبتې پيښې هم په روان میلادې کال کې په هیواد کې ثبت شوې وې چې ۳ پيښې یې د جنوبي حوزې (هلمند، زابل او نیمروز) ۱ پیښه د شرقي حوزې (لغمان) او ۱ پيښه یېد غربي حوزه ( فراه) څخه راپور شوې ده.
وزارت وایي، په ۶ وروستو پيښو کې یوه ۲ کلنه نجلۍ ماشومه د بلخ ولایت د دهدادي په ولسوالی کې فلج شوې او نور یې د ۶ میاشتو نه تر ۲ کلنۍ هلک ماشومان دي.
دا په داسې حال کې ده چې په روان میلادي کال کې د پولیو ضد واکسیناسیون دو پړاوه کمپاینونه د جنوری او فبروي په میاشتو کې پلي شول او د مارچ او اپریل په میاشتو کې د کرونا ویروس د قرنطیني وضعیت له امله پولیو واکسین کمپاینونه وځنډول شول.
دا په داسې حال کې ده چې تازه سیف دي چلډرن، سیګار او د بې پولې ډاکترانو سازمان په افغانستان کې د کورونا تر څنګ د د نورو طبي بحرانونو د راتګ خبر هم ورکړی دی.