تاند، شنبه، د ثور ۱۳مه: د بادغیس ولایتي‌ چارواکي د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا په بمونو د یو ښوونځي د الوځولو خبر ورکړی دی.

د بادغیس د والي ویاند نجم الدین برهاني تاند ته پېښه تاییدوي او وايي، طالبانو تېره شپه د قادس ولسوالۍ په چپ رود سیمه کې د زاد مراد په نوم د هلکانو ښوونځی په بمونو الوځولی دی.

 د بادغیس د امنیه قومندانۍ ویاند تحصیل حیدري هم تاند ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې پېښه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې شوې ده، خو نوموړي ویلي چې ښوونځی له چاودنې وروسته په بشپړ ډول سوځېدلی دی.

  طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو بادغیس د هیواد إه لویدیځ کې هغه ناامنه ولایت دی چې طالبان په کې ګڼ مهال ښوونځي او عامه ودانۍ تخریبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *