د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۱۷۹ مثبتې پیښې ثبت کړې دي.
د دغه وزارت ویاند وحید مایار نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، له دې سره په ټول هېواد کې په کوید-۱۹ ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر ۲۴۶۹ ته ورسید.
د دغو پيښو نژدې نیمایي هغه په پلازمېنه کابل کې ثبت شوې دي.
د ښاغلي مایار په وینا، تراوسه ۳۳۱ کسان له کرونا بیرته روغ شوي دي او څه باندې ۷۰ تنه مړه شوي دي.