تاند، دوشنبه، د ثور ۱۵مه: د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ایراني ځواکونو لخوا د افغان کارګرو شکنجه او په بې دردۍ سره د وژنې پېښه ټکان ورکوونکې بللې ده.
کمېسیون په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا د افغان وګړو شکنجه، وژل او سیند ته یې د مړو غورځول د بشري او نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.
کمېسیون د افغان مسافرو دا ډول وژنه بې رحمانه او ټکان ورکوونکې بللې او له افغان حکومتو د بشري حقونو الي کمېشنرۍ، د پناه غوښتنې نړیوالې عالي کمېشنرۍ یې غوښتنه کړې چې د یو لوړ پوړي او ځانګړي پلاوي په تشکیل دا پېښه په هر اړخیز او دقیق ډول وڅېړي: (( د پېښې عاملانو له پېژندنې وروسته دې د قربانیانو کورنیو ته عدالت ورسول شي او هغوی ته دې تاوان ورکړل شي.))
ایراني ځواکونو د شنبې په ورځ ۵۷ افغان کارګر چې په قاچاقي ډول دغه هیواد ته داخل شوي وو، ونیول او له شکنجې وروسته یې ټول د هریرود سیند ته وغورځول چې په دې کار سره یې ۲۳ تنه مړه شول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد وايي، د ولسمشر غني په ځانګړي حکم یې د دغې پېښې هر اړخیزه څېړنه پيل کړې ده.
بلخوا طالبانو هم پر ایران غږ کړی دی چې د دغې پېښې دقیقه پلټنه دې وکړي خو ایراني سرحدي ځواکونو بیا د افغان کارګرو د وژنې خبر رد کړی دی.