تاند، دوشنبه، د ثور ۱۵مه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې پر ښکیلو لوریو د تاوتریخوالي کمولو او مصالحې ته د چمتووالي غږ کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروق په یوه بیانیه کې ویلي، په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره پکار ده چې په دغه هیواد کې تاوتریخوالی په دایمي ډول راکم شي.

 عایشه فاروق ټینګار کړی دی چې پاکستان په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات غواړي او هېواد یې په دې باور دی چې د تاوتریخوالي دایمي کموالي لپاره د ټولو لوریو هڅه د سولې په برخه کې ډېر مهم اقدام دی.

 عایشه فاروق زیاته کړې د کورونا بې ساري خپرېدا او د روژې مبارکې میاشتې ته په پام باید په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم شي او په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړی رامنځته شي.

 نوموړې ویلي، پاکستان به د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، خو دا ټولې څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبانو پر افغان ځواکونو او ملکیانو بریدونه زیات کړي دي او افغان حکومت لا هم ادعا لري چې پاکستان پر طالبانو له خپلو نفوذ څخه د افغانستان د سولې لپاره کار نه اخلي بلکې پر دغې ډلې یې د تاوتریخوالي راکمولو لپاره هیڅ فشار نه دی راوړی.

 تر پاکستان وړاندې پر طالبانو ملګرو ملتونو، افغان حکومت، اروپايي ټولنې، امریکا او اسلامي سازمان هم د اوربند یا د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی دی خو دغې ډلې ورته اعتنا نه ده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *