تاند، دوشنبه، د ثور ۱۵مه: د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، تازه یې د طالبانو ۹۸ بندیان د څرخي پله له زندانه خوشې کړي چې په دې سره د ټولو خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۷۴۸ تنو ته لوړ شوی دی.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل تاند ته وویل، په مقابل کې یې طالبانو تر اوسه ۱۰۶ بندیان خوشې کړي دي چې له دې منځه یوازې ۵۸ کسان د امنیتي ځواکونو برحاله غړي او نور ملکیان وو.

ښاغلی فیصل وايي، دوی د ولسمشر د فرمان له مخې او د کورونا د مخنیوي لپاره د طالب او نورو بندیانو خوشې کولو ته دوام ورکوي، خو په وینا یې طالبانو په دې وروستیو کې د ملکي کسانو یرغمل نیونه په شدت سره پيل کړې ده: (( طالبانو تازه درې ډاکټران تښتولي دي، دغه ډله کوشش کوي چې د خپلو زرو بندیانو لیست پوره کړي او ملکیان یرغمل ونیسي، موږ د دوی د راسپارلي لیست مطابق طالبان ورخوشې کوو.))

نوموړی وايي، افغان دولت ژمن دی چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د دایمي اوربند او تلپاتې سولې لپاره لاره هواره وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *