د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، طالبانو تېر ماسختن د پکتیکا ولایت خیرکوټ ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو د لاسي بم برید کړی چې ۲۰ کسان یې ژوبل کړي دي.
د پکتیکا د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمود ارین تاند ته پېښه تایید کړه او وايي، ځايي خلک د خیر کوټ ولسوالۍ په یو جومات کې تراویح لمانځه ته ولاړ وو، چې لاسي بم جومات ته ورغورځول شوی او ۲۰ کسان یې ژوبل کړي دي: (( د ژوبلو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.))
د ارین په خبره دا برید طالبانو کړی دی خو طالبانو بیا په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.