تاند، دوشنبه، د ثور ۱۵مه: افغان دولت یو وار بیا پر طالبانو له کورونا سره د مبارزې لپاره د بشر دوستانه اوربند غږ کړی دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن غرمه په یو خبري کنفرانس کې وویل، بشر دوستانه اوربند د افغان حکومت او خلکو اصلي غوښتنه ده او طالبان باید د خلکو دغې غوښتنې ته په لبیک ویلو له تاوتریخوالي لاس واخلي.
د صدیقي په خبره اوس هغه وخت رارسېدلی چې طالبان هم کورونا جدي وګڼي او منکر تر نشي پلکې اوربند وکړي: (( کورونا افغانستان له جدي ستونزو سره مخ کړی دی که د طالبانو بریدونه دوام وکړي د کورونا له کبله راپورته شوی بحران به پراخ شي او مسوولیت به یې د طالبانو پر غاړه وي.))
د صدیقي په خبره د طالبانو بریدونه او جګړه د دې سبب شوې چې حکومت زیانمنو شویو سیمو ته مرستې نشي رسولی: (( د اوربند په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع جوړه شوې او ټوله نړۍ له طالبانو اوربند غواړي.))
صدیقي زیاته کړه، د طالبانو د بریدونو زیاتوالي په دې وروستیو کې د طالبانو د سولې په نیت خلک بې باوره کړي دي، خو په وینا یې چې حکومت ته لا هم سوله لومړیتوب لري: (( طالبانو سولې ته یوه ذره ژمنتیا نه ده ښودلې، موږ هڅه کوو چې د سولې هڅې یوې نتیجې ته ورسېږي.))
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني، ملګرو ملتونو، ناټو، امریکا، پاکستان، ایران، چین، قطر، اسلامي سازمان او ګڼو لوریو په څو څو ځله له طالبانو د روژې او کورونا په خاطر د اوربند غوښتنه کړې خو طالبانو دا غوښتنې د افغان حکومت لپاره فرصت طلبي بللې او اوربند یې تر اوسه په کلکه رد کړی دی.
طالبانو بیا بیا ویلي چې د اوربند غوښتنه غیر منطقي او غیر معقوله ده، په داسې حال کې چې په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۲۸۹۴ ته لوړې شوې دي.