تاند، دوشنبه، د ثور ۱۵مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پنجاب اداره په خپلو وروستیو وحشتونو قاتله جوړېدای شي، خو هیڅکله به فاتحه نشي.

نوموړي دا څرګندونې د عارف وزیر تر شهادت وروسته خپلو پلویانو ته کړې دي او ویلي یې دي چې پنجاب له پښتون سره له  ازله دښمن دی او په وینا یې که پښتون غلی ترې کینې وژني یې که راپورته کېږې هم د وژنې هڅه یې کوي.

منظور پښتین ویلي، غورځنګ ددخپلو خویندو میندو د عزت خوندي کولو لپاره راپورته شوی دی، خو پنجاب به په خپلو وحشتونو قاتل جوړ شي، مګر فاتح نه شي جوړېدای: ((ګڼ جابران د پښتنو خاورې او وزیرستان ته راغلي، ځانونه یې طاقتور شمیرل، خو هغوی نن نشته د وزیرستان کمزوري خلک لا په دغو غرونو کې ژوندي دي، څنګه چې هغوی ورک شول داسې به ته هم ورک شې.))

منظور پښتین خبرداری ورکړی چې د عارف وزیر له شهادت وروسته د پښتنو د لویې پرېکړې اړتیا زیاته شوې ده تر څو ژمنه وکړي چې له دې وروسته د پنجاب د غلامۍ پړی په غاړه کې اچوي که ځان ترې خوشې کوي: (( پښتانه به راټولوو چې یوه پریکړه او اراده وکړي، له ماسره نه بلکې له دې خاورې سره او دا به روښانه کوو چې دا د بې وسئ مرګونه نور موږ منو که نه یې منو؟ یا چې څوک دې خاورې ته جنګ راوړي هغه په خپله خاوره پرېږدئ که نه یې پرېږدئ. په دې لاره کې چې هره قرباني راځي هغې قربانۍ ته تیار یئ که نه یې تیار))

ښاغلي منظور پښتین د عارف وزیر د ترور پړه پر پاکستاني استخباراتو ور اچولې او وايي، دوی پوهېږي چې هره وسله واله ډله د پاکستان د آی ایس آی پيداوار او روزل شوې ده.

هغه ګواښ کړی چې د پښتنو هیڅ یو قاتل به ونه بخښل شي او د وخت په رارسېدو به حساب ورسره وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی عارف وزیر په یو وسله وال برید کې لومړی سخت ژوبل او بیا په شهادت ورسېد.

د هغه مړینې په ټوله نړۍ کې د پښتنو ملتپالو قهر او غوسه راپارولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *