تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۷مه: د ملي تدارکاتو ادارې اعلان کړی چې له یو جرمني شرکت څخه یې هیواد ته د څلور نیم میلیونه یورو په ارزښت طبي تجهیزات پېرلي دي.

د تدارکاتو ادارې لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا توکي او تجهیزات کابل ته رالېږدول شوي او د عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د دغو وسایلو او لوازمو تر ټولو تازه محموله نن چهارشنبه کابل ته رارسېدلې او دوی د عامې روغتیا وزارت ته سپارلې ده چې ماسکونه، محافظتي لباسونه، دستکشې، عینکې او نور وسایل په کې شامل دي: (( دغه تجهیزات له یو جرمني شرکت څخه اخیستل شوي چې ارزښت یې څلور نیم میلیونه یورو کېږي.))
د خبرپاڼې په قول له دوه اوونیو کمه موده کې به سي ټي سکین، الټراساونډ او ډیفیبریلاټور ماشینونه هم له جرمني څخه کابل ته راولېږدول شي.

په افغانستان کې د کورونا بحران په شپو ورځو کې د طبي وسایلو او توکو د کمښت بله ستونزه ده چې له اقتصادي مسایلو سره جوخته یادېږي.
دا مهال افغان حکومت د ۵۰۰ وینټيلاټور ماشینونو د اخیستلو منظوري هم ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *