تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۸مه: زلمي خلیلزاد یو وار بیا قطر، هند او پاکستان ته د سفر لړۍ پیل کړې او پیل یې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره تر لیدنې کتنې کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې خلیلزاد به په قطر کې له طالب مشرانو سره تر لیدنې وروسته په اسلام اباد او نوي ډیلي کې له پاکستاني او هندي چارواکو سره په افغان سوله باندې خبرې وکړي.
د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې خلیلزد له ملا برادر سره په دوحه کې د زندانیانو په تبادله، افغاني مذاکراتو او د سولې د هوکړې په تطبیق لیدنه او خبرې کړې دی.
شاهین پر خپله ټویټر پاڼه زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني هم ګډون کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ افغان حکومت وویل، تر اوسه یې ۹۰۲ طالب بندیان خوشې کړي دي او دا لړۍ به ژرتر ۱۵۰۰ بندیانو ورسوي او د افغاني مذاکراتو پر ژر تر ژره پیل یې ټینګار کړی دی، خو طالبان وايي، تر څو چې ۵ زره بندیان ورخوشې نشي دوی اوربند او مذاکرات نه کوي.