تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۸مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، قطر ورته د الغرافه خیریه بنسټ له لارې د یو میلیون ډالرو طبي وسایل او تجهیزات ورکړي دي.
د امې روغتیا وزارت وايي، په دې ورسپارل شوې محموله کې ۵ پي سي آر ماشینونه، ۷ وینټيلاټورونه، ۶ پایې د اکسیجن ماشینونه، ۱۰ پایې سکشن ماشینونه، ۱ پایه د اکسرې ماشین، تشخیصیه او پي پي کېټونه او لسګونه نور طبي وسایل شامل دي.
د عامې روغتیا وزارت د صحي خدماتو معین وحید مجروح وايي، افغان دولت د کورونا پر ضد مبارزه کې صحي سکټور ته د زیاتو سرچینو برابرولو هڅه کړې چې په دې لړ کې قطر هم ورګډ شوی دی او له افغانستان سره یې د کورونا پر ضد مبارزه کې لاس یو کړیدی.
په دې اړه افغانستان لپاره د الغرافه خیریه بنسټ مشر شاهد جواد الرخه بیا ویلي چې کورونا نړیواله وبا ده چې له دې وبا سره د مبارزې په برخه کې به افغانستان ته د قطر د مرستو ورکړه دوام ومومي.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر الغرافه خیریه بنسټ غواړي په فراه ولایت کې یو موډرن او مجهز روغتون هم جوړ کړي چې د عامې روغتیا وزارت به ورسره په دغه ولایت کې د تسهیلوونکي رول ولوبوي.