تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۸مه: د اداري اصلاحاتو کمېسیون، په کابل کې د ملکي دولتي کارکوونکو رخصتي یې د روژې تر پایه وغځوله.
د کمېسیون لخوا نن پنجشنبه تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پرېکړه د ثور د میاشتې په ۱۳مه د کابینې په غونډه کې شوې ده او د ادارو د رئیسانو په شمول هغه کسان به یوازې دندو ته حاضرېږي چې د کار لپاره یې اړتیا موجوده وي.
کابل چې د حمل د میاشتې په اتمه قرنطین اعلان شوی، له همغه وخته راهیسې په کې لوی شمېر دولتي کارکوونکي رخصت دي، خو د امنیت، صحت او ښاروالۍ برخې کارمندان بیا په نورمال ډول دندو ته ځي.
ګڼڼو هېوادونو که څه هم د قرنطین شرایط نرم کړي دي خو د افغانستان د روغتیا وزارت د څېړنو له مخې په افغانستان کې د کورونا پېښې لا هم ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.