تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۸مه: د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۱۷۱ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي، په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۳۵۶۳ ته لوړې شوې دي.

د وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴ پېښې په کابل، ۴۵ پېښې په هرات، ۱۶ پېښې په کندهار، ۱۸ پېښې په پکتیا، ۱۰ پېښې په غزني، ۱۵ په بادغیس، ۲ په لوګر، ۱۳ په بامیان، ۳ په پنجشېر، ۹ په میدان وردګ، ۲ په زابل، ۳ په بدخشان او یوه پېښه په خوست کې ثبت شوې ده.

نوموړی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس له کبله ۲ کسان په هېواد کې مړه شوي او ۸ تنه نور روغ شوي دي چې د مړو شمېر ورسره ۱۰۶ او د روغو شویو کسانو شمېر ورسره ۴۶۸ تنو ته لوړ شوی دی.

د مایار په خبره دمګړۍ تر ټولو ډېر ۹۲۵ ناروغان په کابل کې تشخیص شوي، ورپسې هرات د ۷۰۷ پېښو په ثبت دویم، کندهار د ۴۶۴ پېښو په لرلو دریم، بلخ د ۲۵۰ پېښو په لرلو څلورم، پکتیا د ۱۷۳ پېښو په لرو پنځم خطرناک ولایت دی.

د یادونې ده چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د کورونا ۳ میلیونه ۸۲۲ زره او ۳۱۶ پېښې تشخیص شوې دي چې له دې جملې ۲۶۵ زره او ۱۲۲ کسان مړه شوي، خو یو میلیون ۳۰۳ زره او ۸۶۹ کسان یې روغ کورونو ته ستانه شوي دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *