تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۸مه: د ملي امنیت شورا وايي، تېره ورځ یې له څرخي پله زندان څخه ۳۱ نور طالب زندانیان هم خوشې کړي دي.
د امنیت شورا لخوا تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه زندانیان د ولسمشر د فرمان له مخې د سولې په نیت او د کورونا د مخنیوي د هڅو په لړ کې خوشې شول.
د خبرپاڼې له مخې خوشې شوي زندانیان د عمر، د بند پاتې مودې، روغتیايي وضعیت ته په پام کورونو ته واستول شول چې ټول شمېر یې ۹۳۳ تنو ته ورسېد.
د ملي امنیت شورا په وینا نن به هم یوه ډله طالبان خوشې شي او دا لړۍ به د ۱۵۰۰ بندیانو تر خوشې کولو دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان هم وايي، تر اوسه یې له خپلو شکنجه خونو څخه ۱۳۲ افغان نظاميان خوشې کړي دي، مګر حکومت وايي، په دې خوشې شویو کسانو کې یې نږدې ۶۰ تنه نظامیان دي پاتې نور یې ملکیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب مشرانو په دوحه کې د بندیانو په چټکه تبادله او د سولې د هوکړې په تطبیق لیدنه او خبرې کړې دي.