تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۸مه: د نړیوالو پولیسو یا انټرپول لخوا د ۱۹ زره تاریخي اثارو د غلا د مخنیوي او د نیولو خبر ورکول شوی دی چې ۹۷۱ قلمه اثار په کې د افغانستان دي.

 نړیوالو پولیسو ادارې ویلي، په تازه نیول شویو ۱۹ زره قلمه اثارو کې یې ۹۷۱ قلمه د افغانستان فرهنګي اثار دي چې له کابل هوايي ډګر څخه قاچاقبرو غوښتل د ترکیې استانبول ته یې قاچاق کړي.

د انټرپول په خبره نور ۱۹ زره اثار په ۱۰۳ هیوادونو کې د قاچاقبرانو پر ضد عملیاتو کې نیول شوي دي.

 د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان زرګونه اثار لا هم غلا شوي او یا یې یو شمېر د غلا له ګواښ سره مخ شوي دي چې یونیسکو نړیوال سازمان یې افغانستان ته د بیا راګرځولو هڅه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *