لیکوال:  زړور ځاځی  

په دې وروستیو ورځو کې د ولسمشر محمد اشرف غني او داکتر عبدالله عبدالله ترمنځ دولسمشریزو ټاکنو پر سر جنجال پای ته رسیدو په موخه د ثبات او همپالنې ټیم ته منسوبه طرحه په ټولنیزو رسنیو کې راڅرګنده شوه، چې په کې د محمد اشرف غني لخوا عبدالله عبدالله ته د ۵۰ سلنه حکومت کې واک او څوکیو ورکولو تر څنګ عبدالله عبدالله ته د سولي په محوریت د اجرایه صدارت ورکولوباندې دواړو لوریو توافق کړی او همدارنګه جنرال دوستم ته د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د مارشالی رتبې ورکولو یادونه هم شوې ده، نو پوښتنې دا دي چې مارشالی رتبه باید چاته ورکړل شي؟ او ایا ولمسشر د اساسي قانون احکامو له مخې جنرال دوستم ته د مارشالی رتبې ورکړې صلاحیت لري؟

په منځنیو پېړیو کې د مارشال لقب اروپا کې هغه چا ته ورکول کیده، چې د دربار اعتماد وړ کس وي. څو پېړۍ وروسته هغه مهال چې نظامي قوانین رامنځته او نظامي رتبې وټاکل شوې، نو د مارشال یا فیلد مارشال رتبه هم د ځینو هېوادونو په نظامي قوانینو کې درج شوه، چې کولای شو په ۱۹۱۸زکال کې د فرانسوی مارشال هر یو پتن او فردیناند فوش همدارنګه د انګریزي فیلد مارشال داګلاس هایګ یادونه وکړو. ځینو هېوادونو کې مارشال غیر نظامي او افتخاري رتبه ده او هغه کسانو ته ورکول کیږي، چې لویه کارنامه ولري او یا د هېواد لپاره یې لوی خدمت کړی وي.

نظامي رتبې هر هېواد کې د نظامي خدمت، وړتیا او تخصص له مخې ورکول کیږي، په افغانستان کې مارشال لوړه نظامي رتبه ده او هغه چاته باید ورکړل شي چې هېواد ته یې غټ خدمت کړی وي ، یا دا چې د هېواد لویه برخه یې د اشغال څخه آزاده کړي وي. د حامد کرزي واکمنۍ مهال محمد قسیم فهیم ته د مارشال رتبه ورکړل شوه، نوموړی د احمدشاه مسعود مړینې وروسته د شمال جبهي قومندان وټاکل شو او د امریکا په نظامي او مالي ملاتړ یې پر کابل برید وکړ، دا چې نوموړي  د مارشالی رتبي وړ او شرایطو برابر وو؟ دا جلا بحث دی، چې دلته پرې خبرې نه کوو.

د افغانستان د اساسي قانون ۶۴ مادې له مخې ولسمشر د قانون حکمونو سره سم د مډالونو، نښانونو او افتخاري لقبونو ورکولو صلاحیت لري. د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني لخوا ګن شمیر کورنیو او بهرنیو کسانو ته د میر مسجدي خان، امان الله خان، وزیر اکبر خان، امین الله خان لوګري، میرویس خان او سید جمال الدین په نوم مډالونه ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو ورځو کې د محمد اشرف غني او داکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنیز جنجال پای ته رسیدو په موخه جنرال دوستم ته د مارشالی رتبې ورکړې خبره هم شوې ده. دا چې جنرال دوستم په بشري جرمونو باندې تورن دی، په دشت لیلی کې زرګونه طالبان پرته له محکمې څخه مړه کړل او همدارنګه د اکبر بای او ایشچي په قضیه کې هم په تاوتریخوالي او جنسي ځورنې باندې تورن شوی دی، د بلې خوا د هېواد لپاره د خدمت برخه کې کومه لویه کارنامه هم نلري. نو ولسمشر محمد اشرف غني د اساسي قانون موخو، نړیوالو اصولو او پرنسیپونو ته په پام سره نشي کولای جنرال دوستم ته د مارشالی رتبه ورکړي.

4 thoughts on “آیا محمد اشرف غني، جنرال دوستم ته د مارشالی رتبې ورکولو صلاحیت لري؟”
  1. که غنی د پنځوسو فیصدی او صدارت وعده ورکړی وی نو بیا مارشالی خو کوچنی خبره ده. اصلی پوښتنه داده چه غنی او که عبد الله د نیمو کابلیانو له خوا انتخاب سوی؟ یو خو حتما بایللی طرف دی. دا چه بالونکی په جکومت کی برخه اخلی نو دا خپله د یوه غیرمشروع حکومت جوړول دی. په دی پسی تړلی خبره بیا د طالبانو ده. که عبد الله په باټو نیم حکومت ګټلای سی نو طالبان بیا باید له دواړو نه جګ کینی او بیا نو ولی افغانان دواړو خواوو ته وژل کیږی؟

  2. یوه کړنه یا یو تفکر یا یوه عقیده یا یوه قاعده په بیلو بیلو تاریخی او جغرافیائی پوړونو کی بیل بیل ارزښت لری
    مارشال یا د مارشالی رتبه او مقام شاید په مغرب زمین کی یو تعبیر او مفهوم ولری خو په نورو سیمو کی بل مفهوم
    په افغانستان کی د مارشالی د رتبی عطاء او بخشش یو تقلیدی رسم ؤ چی په همدی لاتین نوم ابداع سو او د لومړی ځل لپاره 90 کاله مخکی د کوټۀ سنګی فاتح ته دا د مارشالی لقب او مقام ور وبخښل سو
    د نکل کار دی، وبخښی د فِلم کار دی
    د مارشال نوم او د مارشال مقام د څلوېښت پنځوس کاله په اوږدو کی د وولس د عمومی حافظی څخه محو سوی ؤ څو د شارِ نا پرسان) په تئاتر کی د تګاب فاتح( قسیم فهیم) ته ور وبخښل سو)
    هغه نسل چی د چنګاښی کودتاه وروسته سترګی دی روښانه نړی ته ړُڼی کړی د مارشال د نوم سره د قسیم فهیم تر مارشالی پوری آشنا نه وه او ګومان ئی کاوه چی مارشال هغه څوک دی کوم چی د عسکری لباس او بوټو سره بیديږی او ور ته د حیرت خبره وه
    عرض می دا دی چی هسی خو موږ او زموږ ټولنی پدی 90 کاله د رښتینی جنرال او مارشال رښتینی هنر نه دی لیدلی نو باید دوستم (رښتینی! خالد بن ولید!) ته د مارشالی د رتبی په بخښلو کی بُخل او بد نیتی و نه سی چی وړوکی وړکی ثواب به ئې د خالد بن ولید او صبغت الله مجددی د ارواح خوښی وی

  3. سلامونه،
    ترکیی یو پاشا (مارشال) درلوده چې هغه مصطفی کمال اتاترک و، هغه که له دیني تعصباتو تیر سو ، په رشتیا هم اوسنۍ موډرنه ترکیی ته له متجاوزینو او د لومړی نړیوالې جګړې څخه نجات ورکړی و!.
    دې (دشمنمذ) دشهید ډ.نجیب الله حرامنمکي شاګرد ، ګیلم جم، د ایم الخمر ، د فاریاب او جوزجان کې د پښتنو او تاجکانو قاتل او حتی باتور خان ېې هم ځان سره آموخته کول، آمریکایانو ته شهید دادن!، او تر ټولو بد ېې د ۳-ګوني ناکام ایءتلاف د مهک کق او خطاء بینور سره د وطن تجزيې ته ملا تړل !!! (شیطاني مثلث) او نور خو ېې پورته مبصرینو ولیکل . نو په کومه قهرماني ؟ کومه هیوادپالنه ؟ کوم لیاقت یا اقلاََ نظامي منظم تحصیلاتو او لاسته راوړنو ؟؟؟؛ چې زمونږ پخواني جنرالانو درلوده
    زما په فکر له ده نه جنرال خوشحال خان سادات د مارشالۍ مستحق دی او یا هم مرحوم ډګرجنرال سعدالله خان پخوانی د اوردو د محاکماتو رییس (پس له مرګه ېې افتخاري او د سپیڅلو خدماتو لپاره ېې ) = د ښاغلي مصطفی عمرزی نیکه!.
    په درنښت.
    م. اشرف غنی خان (ولس مشر او سر قمندان اعلا) باید دوباره سهامي وحشت ونکړي. د کرزي په خوله دې خارجیان چغه کړي او کرزی دې د ګلمرګان ضلالي غنی ته نه کوي. ان اکرمکم عند الله اتقیاکم.

  4. سلام
    کماکان دسیاست په لوبه کې
    کلم مرجان په مرورتیا کې اخرین نفس باسی د ا په د ې ما نا چې دغه ماشوم یو سیاستوال نه دی بلکې ډ ډاکتر ساپی په خبره د سهامی وحشت یو ستر لامل دی . که ګلم جم ټبوس مارشال شی نو ګل مرجان بیا یوازی دې نورو کجیرانو ته پاتې کیږی . د مصالحې د شورا ریس کیدل او د کشمشو فیصدی ویشل دګل مرجان یا اودولا اماتور داکتر لپاره اخری چانس دی او باید ویی منی بل بدیل نه لری . خو په ټوله کې وګورو چې دی چیرې روان دي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *