فیروزالدین

تاند (پنجشنبه، د ثور ۱۷) د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په کورونا وایرس اخته شوی

د عامې روغتیا په وزارت کې یوې باوري سرچینې تاند ته وویل چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په کورونا وایرس اخته شوی دی.

سرچینې وویل چې د ښاغلي فیروز د ټیست نتیجه نن څرګنده شوه چې مثبته ده.

سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزیر روغتیايي وضیعت ښه دی خو په قرنطین کې دی.

تر نن (پنجشنبې) پورې په افغانستان کې څه کم څلور زره تنه په کورونا وایرس اخته شوي او ۱۰۴ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

خو ویل کېږي چې ښايي په افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو حقیقي شمېر څو چنده زیات وي.

تر دې وړاندې د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانس په شمول د نړۍ د یو شمېر چارواکو د کورنا وایرس تایید شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *