مسلم داوودزی

پینځمه برخه

۶. ژبه او اړیکې:
د ژبې پر اړه دا خبره تل کېږي چې ژبه د اړیکو جوړولو وسیله ده. موږ دلته د ژبې او اړیکو پر اړه خبرې کوو.

۶-۱: اړیکې Communication:

اړیکې د فکر تفاهم او ګډوالي ته وایي کله چې موږ له چا سره اړیکې ټینګوو، په حقیقت کې د فکر د یووالي هڅه کوو. یعنې خپل معلومات، عقاید او اندونه مو یو- بل ته وایو او دې ته چمتو کېږو چې فکرونه مو یو شي.( ۵: ۵۴ )

۶-۱-۱: په ژوند کې د اړیکو اهمیت:

کله چې دوې خواوې په یوې مسله کې د یو- بل پر خبرو پوه نه شي او فکرونه یې یو نه شي، نو بیا خبره کرکې، رخې او ان دښمنۍ ته رسېږي. همداسې د ژوند په نورو برخو کې هم اړیکې خپل اهمیت لري.

۶-۱-۲: د اړیکو لپاره اړین شرط:

د اړیکو لپاره پیام د پیام اخیستونکی او لېږدونکی اړین دي، یعنې که له دې درې واړو یو هم نه وي نو اړیکې ټینګېدلای نه شي.( ۵: ۵۶ )

۶-۱-۳: اړیکې او د ژبې زده کړه:

د ژبې د نظام لومړۍ برخه شفاهي ژبه ( خبرې او اورېدل) او د لیک او لوست ژبه یې دویمه برخه ده، دغه راز اورېدل او لوستل یې دننه‌ني مهارتونه، لیکل او خبرې یې بهرني مهارتونه دي. دننه‌ني مهارتونه اطلاعات مغز ته لېږدوي. لیکل او خبرې یا بهرني مهارتونه بیا اخیستي اطلاعات بهر رالېږدوي.

ژبښوونکي وایي تر هغې چې ماشومانو دننه‌ني مهارتونه سم زده کړي نه وي، باید د بهرني مهارتونو کارولو ته مجبور نه کړای شي.( ۵: ۵۹ )

۶-۱-۴: د اړیکو جوړول هنر دی:

د اړیکو جوړول هغه هنر دی چې باید له ماشومتوب او د مور له غېږې څخه یې زده‌کړه پیل شي. اړیکې په دوو ډولونو ویشلای شو، هغه اړیکې چې د خبرو او وییونو په مرستې رامنځته کېږي او بل ډول یې هم ځان ژبه ده.(۵: ۶۰ )

۶-۲: آیا ژبه د اړیکو ټینګولو لپاره ده؟

دا پوښتنه کېدای شي هسې او بې ګټې ښکاره شي، خو دا هغه پوښتنه ده چې د ژبو او اړیکو څانګوال ورسره مخ کېږي. نوام چامسکي دا نه مني چې ژبه دې یوازې د اړیکو لپاره رامنځته شوې وي. هغه وایي:« که موږ ژبه یوازې د اړیکو لپاره ګڼو نو اشتباه کوو.»

ځینې دا فکر کوي چې د ژبې دنده د تفکر ملاتړ کول دي. نو د دې فرضیې پر بنسټ ژبه له هر څه نه مخکې د منطق او افکارو اړوندېږي. نو چې د ژبې او فکر ماهیت یو دی او د اړیکو ټینګول یې یوه برخه ده. دا فرضیه خو حکم کوي چې ژوي، کاڼه او ګونګیان فکري وړتیا نه لري.

ځیني نور بیا وایي چې خبرې له هر څه نه مخکې د اړیکو ټینګولو لپاره یوه وسیله ده او اصلي رول یې د اطلاعاتو رسول، اغېز ښندل او د یوې بشپړې اړیکې لپاره د امکاناتو موندل دي. نو دا بیا څنګه ومنو چې د ژبې دنده دې اړیکې جوړول وي، خو د ویونکي او اورېدونکي ترمنځ دې ځینې وختونه بشپړه اړیکه ټینګولای نه شي؟( ۲: ۷۸- ۷۹)

۶-۲-۱: ژوي او اړیکې:

ژوي د غږونو، حالتونو، بویونو او نورو لارو له یو- بل سره اړیکې ټینګوي. خو بیا یې هم ترمنځ اړیکې محدودې دي. پورته مو د ژبې او د ژوو د اړیکو ټینګولو نظامونو په برخه کې دا مسله روښانه کړه، چې د ژوو د اړیکو نظامونه د انسان د ژبې سره ډېر توپیرونه لري. نو د ژوو د اړیکو د ټینګولو د نظامونو محدودیت د دې لامل کېږي، چې ترمنځ یې اړیکې محدودې وي. انسانان بیا ځکه په خپلو کې پراخې اړیکې جوړولی شي، چې ژبنی نظام یې پراخ دی. فلهذا ویلای شوو چې ژبه له هر څه نه مخکې د اړیکو ټینګولو لپاره یوه وسیله ده. ( ۲: ۸۰)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *