تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: نړیوال بانک افغانستان ته له کورونا سره د مبارزې لپاره د ۴۰۰ میلیونه بې قیده او بې شرطه مرستې سند تصویب کړ.
تر دې وړاندې نړیوال بانک افغانستان ته د ۱۰۴ میلیونه ډالره مرستې ورکولو اعلان کړی و ، خو اوس نړیوال بانک ویلي، تازه منظورې شوې پيسې به افغانستان په خپلو اقتصادي، صحي او حمایوي سکټورونو د کورونا د زیانونو د جبران لپاره ولګوي
نړیوال بانک نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، له دې پيسو ۱۶۰ میلیونه ډالر د نړیوالې پراختیايي ادارې لخوا د بې وزله هیوادونو لپاره فنډ څخه دي او ۲۴۰ میلیونه ډالر یې د افغانستان د بیا رغونې لپاره ۳۴ هیوادونو د نړیوال صندوق څخه ورکول کېږي.
افغانستان لپاره د نړیوال بانک استازی هنري کرالې وايي، تمه لري چې په دغو مرستو به افغانستان په سختو شرایطو کې د خپلو اصلاحاتو د تداوم لړۍ جاري وساتي او د کورونا له کبله د کورنیو عوایدو د کموالي تشه به پرې ډکه کړي.
افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې له ګڼو ابهاماتو سره مخ دی، دا مهال د کورونا له کبله له افغانستان سره د ترانزیټ کچه راکمه شوې، پولې تړل شووې دي او د قرنطین له امله د خلکو بې وزلي او لوږه هم زیاته شوې ده.