تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، وسله والو ډلو د روژې په لومړیو ۱۰ ورځو کې د ثور له ۵مې تر ۱۶مې پورې ۴۳ ملکیان وژلي او ۷۳ یې ژوبل کړي دي.

 دغه کمېسیون ویلي، په وژل شویو ملکیانو کې ښځې او ماشومان زیات دي او دا ښيي چې د تاوتریخوالي په کچه کې هیڅ کموالی نه دی راغلی.

 د راپور له مخې د دغو ملکي تلفاتوو ۶۸ سلنه مسوولیت د طالبانو او ۱۶ سلنه د افغان دولت پلوه ځواکونو خو د پاتې تلفاتو مسوولیت د نورو ترهګرو ډلو پر غاړه دی.

د بشري حقونو کمېسیون وايي، د روژې په لومړیو لسو ورځو کې تر ډېره ملکیان د سړک غاړې ماینونو، هدفي بریدونو، راکټي بریدونو او ځانمرګو بریدونو کې قرباني شوي دي: (( ورځ تر بلې د تاوتریخوالي په زیاتېدو د بشري او نړیوالو قوانینو اصول پرلپسې نقض شوي دي.))

د کمېسیون په وینا د ملکيانو د تلفاتو زیاتره پېښې په کابل، غزني، لوګر، کندهار، پکتیا او هلمند کې شوې دي.

 یاد کمېسیون د ملکي تلفاتو زیاتوالي ته په اندېښنه ویلي چې ښکیل لوري باید د روژې په احترام، د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر، د افغان ولس او ملګرو ملتونو او نړیوالو په غوښتنه اوربند ته غاړه کېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *