د کندهار والي حیات الله حیات

تاند، شنبه، د ثور ۲۰مه: د عامې روغتیا له وزیر فېروز الدین فېروز وروسته د کندهار والي حیات الله حیات هم په کورونا ویروس اخته شوی دی.

دا په څو ورځو کې دویم لوړ پوړی چارواکی دی چې په کورونا د اخته کېدو راپور یې ورکول کېږي.

د کندهار ولایت مقام یوې لوړ پوړې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط دا خبر تایید کړی چې د کندهار والي حیات الله حیات له څو ورځو راهیسې د کورونا په ویروس اخته دی، خو صحي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.

 سرچینه وايي، د والي څو ساتونکي هم په دې ویروس ککړ شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې کندهار، له کابل او هرات وروسته دریم خطرناک ولایت دی چې دا مهال په کې د کورونا مثبتې پېښې پنځه سوه ته نږدې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *