تاند، شنبه، د ثور ۲۰مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو ځواکونو یې په پکتیا کې د طالبانو د چرسو یوه کارخانه له منځه وړې او ۷ طالبان یې پکې وژلي دي.

تاند ته د وزارت لخوا په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه یې ځانګړو ځواکونو د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې عملیات کړي دي او په بورګي کلي کې یې د طالبانو د چرسو کارخانه له منځه وړې ده.

 د وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې عملیاتو کې د طالبانو د چرسو فابریکې له منځه وړلو تر څنګ ۷ طالبان وژل شوي او ۳ نور یې ژوندي نیول شوي دي.

 وزارت وايي، د طالبانو په دغه کارخانه کې ۱۳ نیم زره خام چرس، یو نیم ټن د بنګو دانې، ۵۰۰ کېلو ګرامه امونیم نایتریت چاودېدونکي مواد، ۳ میله وسله، ۱ پایه مخابره او یوه اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

 طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو نړیوالو راپورونو تر دې وړاندې ویلي، چې طالبان د مخدره توکو د قاچاق، پروسس او کاروبار له لارې میلیونونه ډالر عواید ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *