د غويي، ثور ۲۰ مه ۱۳۹۹
رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد – د بلوچستان دولتي چارواکو ويلي، چې نن (شنبه) به د چمن او سپين بولدک ترمنځ پوله به د ايسار افغانانو پرمخ پرانيستل کېږي، او هغه افغانان چې پر پوله را اووښتي د سهار له اتو بجو بيا د ماښام تر پنځو بجو پوري کولای شي پر پوله بېرته خپل هيواد ته ولاړ شي.
د غبرګو ګاونډیو هيوادونو ترمنځ ياده پوله د تېري مارچ مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې هغه مهال په لومړي ځل وتړل شوه، کله چې د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کمشنرۍ اعلان وکړ، چې په خپله خوښه بېرته خپل هيواد ستنېدونکي افغان کډوال دې په کوټه او نوښار کې د کمشنرۍ مرکزونو ته مراجعه وکړي. خو د کوډ نولس ويروس د خپرېدو احتمالي خطر ته په پام سره د چمن او سپين بولدک پولې ترڅنګ د تورخم او جلال اباد پوله هم د خلکو پرمخ وتړل شوه. خو البته په وار وار د څو ورځو لپاره پوله د خلکو او تجارتي کانټينرونو لپاره پرانيستل شوه. پر پوله ايسار خلک د پولې د تړلو له امله له يو شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.سپين ږيري، مېرمنې او ماشومان په دې تمه و، چې دوی ته به پر پوله د تګ اجازه ورکړل شي. د دې ترڅنګ د پولي د تړل کېدو له امله په سلګونه بار وړونکې لارۍ او کانټينرونه هم دواړو خواو ته ولاړ بند پاتي وو.
د چمن پر پوله د یوې احصايې له مخې هره ورځ شاوخوا دوه زره کسان تګ راتګ کوي او د چمن تجاران وايي، چې له پولې سره د شاوخوا شل زره کسانو ژوند تړلی دی.
د پاکستان او افغانستان د پولې ترڅنګ حکومت د پاکستان او ايران ترمنځ د تفتان پوله هم د خلکو او تجارت پرمخ تړلې ده.