تاند، شنبه، د ثور ۲۰مه: د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، تر اوسه یې د طالبانو زر تنه بندیان خوشې کړي دي او باید چې طالبان هم د افغان حکومت د بندیانو خوشې کولو لړۍ چټکه کړي.

 د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن شنبه په یو ټویټ کې ویلي، دولت د سولې خبرو د پرمختګ او د کورونا د مخنیوي لپاره زر تنه طالبان له خپلو زندانونو خوشې کړي دي.

 نوموړي ټینګار کړی چې اوس د طالبانو وار دی تر څو د افغان بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه کړي، افغان وژنه بس کړي او ژر تر ژره مخامخ مذاکرات پيل کړي.

 د جاوید فیصل په خبره له دې وروسته د طالبانو لخوا ځنډ رامنځته کول هیڅ توجیه نلري.

 دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه له قطر وروسته هند او پاکستان ته سفرونه کړي دي او د اوربند او افغان سولې مسایل یې له طالبانو، پاکستاني پوځ او هندي چارواکو سره څېړلي دي.

په دې ورځو کې ګڼو لوریو د اوربند او تاوتریخوالي په کمولو ټینګار کړی دی تر څو افغان حکومت د کورونا پر ضد مبارزې ته وزګار شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *