دوستم او ایشچي

تاند، شنبه، د ثور ۲۰مه: که څه هم ارګ هغه اوازه رد کړه چې د عبدالله ډلې سره به واک ۵۰ سلنه نیم کړي او جنرال دوستم ته به د مارشالۍ لقب ورکړي، خو د جنرال دوستم لخوا د جنسي ځورول شوي احمد ایشچي زوی بیا خبرداری ورکړی چې دوستم ته د مارشالۍ لقب ورکول به دغه منصب ته سپکاوی وي.

له تېرې شپې راهیسې د عبدالله د ټیم پلویانو پر ټولنیزو رسنیو اوازه خپره کړې چې ارګ ورته نیم واک، ګڼ وزارتونه، سفارتونه او والیان ورکوي او جنرال دوستم ته د مارشالۍ د لقب منظوري هم ورکول شوې ده.

دواړو خبرو ګڼ غبرګونونه هم راپارولي چې له ډلې یې بکتاش ایشچي د احمد ایشچي زوی او ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی، عبدالرشید دوستم د مارشال رتبې ورکول، د مارشال لوړې رتبې ته سپکاوی او په نړیواله کچه د هېواد سیاسي او پوځي بنسټونو د بې اعتبارۍ اړول بولي.

نوموړي په یو لیک کې پر عبدالله عبدالله نیوکه کړې او ویلي چې دوستم یو لوی جنایتکار دی او د بشري حقونو ضد کړنې یې ترسره کړي او دې برخه کې دوسیه هم لري.

بکتاش ایشچي عبدالله ته په خطاب کې ویلي چې دوستم ته د مارشال رتبې د وړاندیز پر ځای یې هغه باید اړ کړی وی، چې د یو عادي فرد په توګه محکمې ته حاضر شوی وی، او د هغه پر پلار احمد ایشچي یې د جنسي تیري په اړه وضاحت ورکړی وی.

نوموړي په عبدالله عبدالله غږ کړی، چې په ویښ وجدان پر خپلې پرېکړې غور وکړي، تر څو په ملي او نړیواله کچه له پوښتنو سره مخ نه شي.

د احمد ایشچي زوی بکتاش ایشچي همدراز له ولسمشر غني غوښتي چې دوستم د مارشال رتبې وړاندیز رد او عدلي او قضايي بنسټونو ته امر وکړي چې د دوستم له لوري د هغه پر پلار احمد ایشچي د جنسي تیري دوسیه تعقیب او نهايي یې کړي.

د احمد ایشچي زوی بکتاش ایشچي چې ولسي جرګه کې د جوزجان ولایت د خلکو استازیتوب هم پر غاړه لري، دوستم په ملي او نړیواله کچه یوه بد نامه څېره بولي او هغه ته د مارشال رتبې ورکول، د مارشال لوړې رتبې ته سپکاوی بولي.

هغه ویلي چې وروستۍ پرېکړه د ولسمشر غني له لوري نیول کېږي، او په وینا یې که آنن د ثبات او همپالنې ټيم دا غوښتنه وه منل شي، ولسمشر غني به خپله د بشري حقونو د نقص کوونکو په کتار کې وشمېرل شي.

وموغوښتل په دې اړه د جنبش ګوند مشرتابه نظر هم ولرو، خو په  دې اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.

د یاد ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج که څه هم زموږ پوښتنو ته ځواب رانکړ، خو یادونه یې وکړه چې راتلونکو ورځو کې به هر څه له خلکو سره شریک شي.

2 thoughts on “د ایشچي زوی: دوستم ته د مارشالۍ لقب ورکول د دغه دروند مقام سپکاوی دی”
  1. د افغانستان د غمیزې یو ژوندی ثبوت همدا ګلم جم عبدالرشید دوستم دی. د ببرک کارمل له وخته تر نن پورې په ټولو جنایتونو کې یې برخه اخیستې ده . د کابل د پغمان ولسوالۍ ، د چهارآسیاب للندر ، د میدان ښار شاوخوا او د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د خلکو وژونکی ، د کورونو ویجاړونکی د خلکو د باغونو او ونو پرې کوونکی او ملي اقتصادته نه جبران کېدونکې تاوا نونه رسوونکی ،
    د دوکتور نجیب الله د حکومت په راپرځولو او د بینین سیوان په وساطت د ملګرو ملتونو د پلان ناکامونکی ،
    د دیارلس سوو اوویایمو کلونو کورنیو جګړو یو اصلي جهت برخه وال او د زرګونو کابلیانو قاتل او د کورونو ورانوونکی او بیا تر نن پورې په هر جنایت کې لاس درلودونکی باید او باید د هاګ نړیوالې محکمې ته وړاندې کړل شي تر څو نړیوال عدالت تأمین شي . دغه جنایت کار له خپلو ملګرو سره هم بشري جنایتونه کړي ، هغوی یې ځورولي ، توهین کړي او وژلي دي .
    مارشالي اعزازي رتبه او ویاړ باید د نړۍ تر ټولو بدنام او جنایت کار شخص ته ورنکړل شي . که احیانا عبدالله او یا دوکتور محمد اشرف غني نړیوال بشري مجرم ته د مارشالي رتبه ورکړي دوی به هم د پورته یادشویو جنایتونو شریکان حساب شي .

  2. ما تیره ورځ دوستم ته د مارشالی د رتبی د ورکړی په هکله یوه طنز ډوله تبصره لیکلی وه
    کوم ملکری می را ته په تلفون کی وویل چی ولی دومره پر دوستم مین یم
    ور ته په جواب کی می وویل چی
    زړه می غواړی زموږ د هیواد د تاریخ او جغرافیا د عجائبو او غرائبو ویترین او کلِکسیون بډای او غنی او بشپړ سی او بس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *