تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: ناۤپېژانده وسله والو تېره شپه په کابل کې یو ملا امام د تراویح لمونځ د اداینې پر مهال په محراب کې وژلی دی.

قاري اکرام الحق اریايي تېره شپه د کابل ښار د اوومې ناحیې په یو جومات کې د برید ښکار شوی دی.

نوموړی د فیصل ښارګوټي د جامع جومات امام و چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو پرې د جومات محراب کې ډزې کړې دي او په تېښته بریالي شوي دي،

د کابل امنیه قومنداني  تاند ته پېښه تاییدوي خو وايي د قاتلینو په نیولو پسې یې پلټنې روانې دي.

 بلخوا تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو څه موده وړاندې تاند ته د ملي امنیت یوې سرچینې د هدفي وژنو د زیاتېدو په تړاو ویلي وو چې دا کارونه د طالبانو دي چې غواړي هغه کسان، علما او کادرونه د سولې له هوکړې څخه راوروسته په نښه کړي چې د دوی پر ضد یې څرګندونې کړې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *