د امنیتي هوکړه لیک د لاسلیک سکاله نن د هر چا په خوله ده او ډير افغانان انديښنه لري، که له امریکا سره امنیتي هوکړه لیک لاسلیک نه شي، نو د افغانستان برخلیک به څه وي.

خو ښکاره خبره ده، هغه څه چې افغانان يې غواړي همغه ولسمشر هم غواړي، خو ولسمشر لومړۍ د ژمنو عملي کول اړونه ايښې او د تړون له لاسلیک سره موافقین بیا لومړۍ د امنیتي هوکړې ژر لاسلیک غواړي.

په امنیتي هوکړه لیک کې ځنډ سوداګر وايي زمونږ کاروبار اغیزمن شوی، ویل کېږې حضرت صبغت الله مجددي د دغه هوکړې د ژر نه لاسلیک له امله هېواد پريښی، صرافان وايي چې د ډارو په وړاندې د افغانیو ارزښت به له دې هم لاندې راشي، ملي شورا وايي د ولسمشر په اړونو کې د ولسمشر شخصي ګټې نغښتې دي، سیاسي او مدني ټولنې هم د دغه هوکړې ژر لاسلیک د افغانستان په ګټه بولي او په خبره یې چې په دې هوکړې سره به افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له شر څخه خلاص شي، ځينې وايي چې طالبان به بیا راشي او ګډوډي به رامنځ ته شي، د ناټو عمومي منشي وايي چې  ددغه سازمان روزونکي اوسلاکاران د مناسب پروګرام له نشتوالي پرته نشي کولی، چې له دوه زره اوڅوارلسم کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي، له بلې خوا ټاکل شوې د ناټو غړو هېوادونو وزیران په بروکسل کې د امنیتي هوکړې د نه لاسلیک په اړه بحث وکړي، پرون داسې رپوټونه خپاره شو چې ناټو ځواکونو پر افغان امنیتي ځواکونو د سون توکي بندکړي، خو له دې ټولو سره سره بیا هم ولسمشر په خپلو وار له مخه اړونو باندې ټينګار کوي.

ولسمشر هم په تېرو څو کلونو کې د امریکا له هغه ژمنو ستړی شوی چې تر دې دمه نه دي عملي شوي، اوس ولسمشر د امنیتي هوکړې په لاسلیک سره غواړي مخکې ژمنې عملي کړي او بیا هوکړه وکړي.

په امنیتي  هوکړه کې د واشنګټن او کابل ګټې په مشورتي لویه جرګه کې معلومې شوې، خو ولسمشر بیا د افغانستان ګټې په امنیتي هوکړه لیک کې پر ژمنو ولاړې بولې، هغه ژمنې چې ډیرې شوي خو عملي جامه یې نه ده اغوستې.

په هر حال له واشنګټن سره د کابل د امنیتي هوکړه لیک لاسلیکول د افغانانو یوه اړتیا ده او ولسمشر اړ دی تر څو ملي ګټو ته په پام د دغه اړتیا له مخې له امریکا سره هوکړه لاسلیک کړي.

د خلکو د وروستیو نیوکو او د ولسمشر د وروستیو کرکټرونو معلوميږي چې ولسمشر د شخصي ګټو لپاره نه بلکې په هېواد کې په داسې ترینګلي وخت کې په احتیاط ګام واخلي.

د مشورتي لويې جرګې په رابللو سره په ولسمشر کرزي شک وو چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې جرګه رابللې، تر څو د یو مشخص نوماند په ګټه یې وکاروي، خو معلومه شوه چې جرګه د ولسمشر د ګټو لپاره نه بلکې د ولس د برخلیک لپاره راغوښتل شوې وه او خپله پریکړه یې وکړه.

خو دا چې ولسمشر ولې د مشورتې لويې جرګې پریکړې ته درناوی نه کوي، دا هغه څه دي چې د ولسمشر کرزي باور پر امریکا په ډاګه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *