شپه پخه وه، اسمان له ستورو ډک و، د کلا د یو نېمه کنډر د دېوال لاندې ولاړ وم، پاس په برج کې تته رڼا ښکارېده، پر دېواله ور وختم.
د الکین تتې زېړ رنګې رڼا پر دیوال یو غټ سیوری جوړ کړی و، داسې ښکارېدل لکه چې څوک په جایماز ناست وي. سر مې لږ نور هم ور پورته کړ، دوه لاسونه راښکاره شول چې د دعا لپاره پورته شوي وو.
لاسونه په مخ باندې راښکل شول، یو ښکلی مخ په تتې رڼا کې راښکاره شو، چې په لیدو یې ډېر حیران شوم، سمدلاسه یې زړه رانه غلا کړ.
زه د کور د غلا لپاره ورغلی وم.
یکشبنې
April – 01- 2012
۲ بجې د غرمې