ستا د کږو ورځو د هلال په برکت

په ما دی مهربانه اختر هره ورځ راځي

د دروېش دراني دا بيت مې ځکه مخکې کړ چې هلال هر ماذيګر زما د ستړې ورځې اختر راولې، هر ماذيګر چې لمر د ډوبېدو تابيا نيسې، دی زما په لور د راتګ څپلۍ پښو کوي، په سر کې يو ځل سره خپه کوو، ورسته بيا په ورځنيو پېښو سره غږېږو، له هغه ورسته مو بيا ډېرې خبرې د شاعرۍ او ليکوالۍ په اړه وي، غيبت هم کوو، د غياب صفتونه هم، شعرونه هم وايو، د ناولونو کيسې هم په لنډو، لنډو له يو بل سره شريکوو.

دا ليکل چې د هلال په اړه کوم، له ده سره په کرايي خونه کې ميلمه يم، د ده په اړه کېدای شي کېدونکې خبرې د ستاينې زيات خواږه ولري خو نا؛ د ده په اړه به هغه څه ليکم چې څومره يې زه پېژنم.

عبدالرحيم هلال د حاجي امير محمدخان زوئ دی، دی وايي چې دوه ويشت کاله وړاندې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په بند سرده کلي کې دنيا ته راغلی، ليسه يې په کندهار کې پای ته رسولې او دا مهال د پکتيا پوهنتون د طب پوهنځې د څلورم کال محصل دی.

کورنۍ يې لوستې ده، باغونه او د کر ځمکې لري، اقتصاد يې په نسبي ډول ښه دی، پلار يې د مالي ګټو په ځای د زامنو روزنې ته زيات پام کوي نو په دې اساس هلال هم د زده کړې په نوم له کوره وتی نازولی دی، له ډېرو غمونو محروم، ازاد فکره، مستانه او خيال پالونکی انسان دی.

ژباړه کوي، شعر ليکي، ليکنې کوي او د دې ټولو تر څنګ ورته درسونه تر هر څه مهم او اړين برېښي.

ما ته له هر څه شعرونه ډېر وايي؛ نو ځکه مې د ده د نورو اړخونو په پرتله د ده د شعر دنيا زياته کچ کړې ده، خوږه، ساده، روانه، منطقي او زما د پرتلې په تله د ده عمر او بوختياوو ته په کتو زوروره شاعري کوي.

زموږ توري، زموږ ډال او زموږ زغرې زمانې!

چېرته ځې؟ چېرته وړې؟ سترې ککرې زمانې؟!

پورتنی بيت مې ځکه خوښ دی چې له زمانې سره په عادي ډول خبرې شوې چې غير معمول دي، په شعر کې د معمول خلاف خبرې شعر ته قوت ورکوي، بل يې پيغام په ساده ټکيو بيان کړی، روان کليمات دي، يو له بل سره تړاو لري.

دی زمانه مخاطبوي؛ زمانې ته وايي چې ته زموږ توري، ډال او زغرې نه وينې چې ککرې درسره وړې؟!

بله يې دا چې د پوښتې تر څنګ په بيت کې يو ډول ننګونه هم موجوده ده، چېرته ځې؟، چېرته وړې؟، دا هغه خبرې دي چې موږ يې له يو چا سره د جنګ په حالت کې کوو او ورته وايو چې ستا د تېري لاس خو په ما پورته کېږي، سبا به ستا څه حال وي؟!

دلته بيا هغه پورته د غير معمول خبره کېږي چې له زمانې سره کېږي.

په بيت کې يې موسيقيت د (ر) او (ې) تورو پيدا کړی، دې حسن تکرار يو بل خوند چې ما ته راکړ، هغه د کليماتو د مات لوستلو بڼه وه، چېرته ځې؟، چېرته وړې؟، سترې ککرې زمانې؟!

دلته چېرته ځې، له چېرته وړې، بېل ويل کېږي، او همدارنګه د مسرې له دريمې برخې سره هم همداسې د مات لوستلو اړيکه لري چې ماته يې خوند راکړی.

په بيت کې کېدای شي، خامۍ هم وي، نورې ښېګڼې به هم ولري، زما خبرې هم په تول تللې نه دي خو ما ترې دا څه را واخيستل.

«««««««

هلال ډېر وخت ماته نظمونه وايي چې ځېنې يې زما خوښ شوي دي، د (ادې) په نوم نظم يې ما ته ځکه خوند راکړ چې د يوې محرومې طبقې په اړه پکې يو ريښتينی واقعيت بيان شوی.

وايي چې: رياليزم د واقعيتونو بيان دی، د ژوند د پېښو بيان دی، د هغه څه بيان دی چې موږ يې حس کوو.

په دې نظم کې يوه کيسه لولو، زما د ټولنې يوه دردونکې کيسه، زما د خوېندو يوه کيسه،،،

هغه کيسه چې يوه لور يې يوې مور ته کوي، ورته وايي؛ مورې! تېره ورځ له تا سره وم، ستا په سيوري کې مې خوشالي حس کوله، ستا په سيوري کې سکون و، ارامي وه، بيغمي وه، اسوده ګي وه خو نن حالت بدل دی، ژوند رنګ بدل کړی دی، هغه څه چې تېره ورځ وو، نن نشته، تېره ورځ ستا په خوا کې وم خو نن له غرونو، له سيندونو ها، خوا او له تا لرې سيمه کې يم.

زموږ په ټولنه کې ډېرې داسې کيسې شته چې پيغله د خپل ژوند ملګری له سره نه پېژني خو د ژوند اوږد مزل د حاکمو دودونو له کبله ورسره پيلوي، يوازې د مور او پلار خبره شرط وي، هغه يې هر چېرته، په هر ډول، هر چا ته ودوي، د مور او پلار په رضا يوه لور د ژوند اوږد مزل پيلوي، نور د راتلونکې ګړنګونه او سردرې معلومې نه وي چې څه به پېښېږي؟!

دلته هم يوه واده شوې لور خپلې مور ته کيسه کوي او ورته وايي چې:

له تورو غرونو دې فناه کړم

په زړه کافرې مورې نه دې يادېدمه؟!

د نظم په کيسه به نورې خبرې ځکه نه کوو چې په پښتو ادب او په ځانګړي ډول په ټپو کې داسې ډېرو کيسو ته اشاره شوې ده.

ارمان، ارمان د دادا کوره!

له ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه

زما ابۍ دادا ته وايه

خوشاله نه يم له ناکام شپې تېرومه

ورور مې ټوپک زه يې ګولۍ يم

په تورو غرو مې اړوي فناه يې کړمه

خوېندې چې کينې وروڼه ستايي

وروڼه چې کينې خوېندې بل ته ورکوينه

خوېندې د ورور له کوره څه وړي؟

خواره زلفان په اوږو وړي، په ژړا ځينه

په پښتو ادب کې ډېرې داسې کيسې شته چې د خوېندو بد حالت پکې انځور شوی.

د هلال دا لاندې نظم يوه ريښتيني کيسه لري، ما ته يې په دې خوند راکړ چې روان دی، کيسه يې روښانه او منطقي تسلسل پکې پياوړی دی.

تاسو يې هم ولولئ چې څه درته پکې نوي ښکاري؟

 

ادې!

پرون لا دا مهال له تا سره وم

پرون دې دا مهال د کلکې او قوي

ارادې درس را کاوو

نن بې وزرونو مرغه

له ډېرو غرونو او سيندو راوښتې

نن مې بلا لوړې، ژورې دي تر شا پرېښې

پرون له دا مهال له تا سره وم

نن را يادېږې

نن مې يوه لحظه له زړه نه وځې

نن چې بستر کې په اړخ واوړمه

له خولې مې يو سوړ اه ووزي

په ورو ووايم

له تورو غرونو دې فنا کړم

په زړه کافرې مورې نه دې يادېدمه

ما د هلال يوازې همدا يو نظم او يو بيت د خپلو ګوډو ماتو خبرو لپار؛ه هغه د حمزه بابا په قول بس وبلل چې:

نور ښايست يې څه کوې خو خال يې نمونه دی

بس دی دا يوه دانه خروار لره کنه؟!

عبدالرحيم هلال تر دمه سلګونه شعرونه ليکلي دي خو چاپ ټولګه نه لري، داسې ښکاري چې شعرونه پخوي بيا يې په بوډاتوب کې چاپوې!

د هلال د لا ښې شاعري او برياليتوب په هيله

په درنښت او مينه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *