حکمت سروش

۴ دسمبر ۲۰۱۳ کابل

د پوهنې وزارت، د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت اړوند د تخنيکي او مسلکي ښوونکو لپاره د اکاډمۍ ودانۍ پرانیستل شوه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو معین محمد اصف ننګ د دې ودانۍ د پرانیستنې پر مهال رسنیو ته وویل، چې د تعلیمي نظام  په بهبود کې د ښوونکي رول تر ټولو مهم دی، او د همدې لپاره یې د المان هیواد په مرسته د تخنيکي او مسلکي ښوونکو د روزنې اکاډمۍ لپاره یوه نوې ودانۍ جوړه کړې.

د ده په وینا چې دا ودانۍ د ۴ میلونه ۷ سوه زرو یورو په لګښت د المان هیواد په مرسته جوړه شوې او په یوه وخت کې به د ۵۰۰ ښوونکو د روزنې وړتیا لري.

نوموړي همدارنګه وویل چې اکاډمي یې دوه کاله وړاندې پیل کړې او په اوو بېلابېلو رشتو د ماشین، فلزکاري، اټو موټیو ټکنالوژي، برېښنا، نجاري، آبرساني، نلدواني او ساختماني کې ښوونکي روزي. ده زیاته کړه چې په دې ودانۍ کې مجهز ورکشاپونه، لیلیه او د لولو میدانونه هم جوړ شوي.

په افغانستان کې د المان سفیر مارټین جاګر هم د ودانۍ پر پرانیستنه خوشالي وښوده او ویې ویل چې هیواد یې په افغانستان کې د ملکي خدماتو په برخه تر څلور سوه میلونه یورو زیاته مرسته کوي او ډېره برخه یې د معارف په چوکاټ کې لګیږي.

ده وویل چې د کابل د اکاډمۍ د ودانۍ غوندې یې په مزار کې هم جوړه کړې چې لږ کار یې پاته دی.

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو پراختیا او پرمختیا په د هیواد په رغونه کې مهمې وبللې او په دې برخه کې د نورو مرستو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې دا اکاډمي د کابل د تخنیکوم کمپلکس یوه برخه ده، او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د پلان سره سم به په هیواد کې دې ته ورته لس کمپلکسونه جوړ شي، چې پر څلورو هغو یې اوس کار روان دی.

د ودانۍ په اړه مالومات:

د پروژې مجموعي قيمت: ۴ میلونه، ۷ سوه زره یورو

تمویلوونکی: المان

د پروژې پیل: سپتمبر ۲۰۱۲

د پروژې پای: نومبر ۲۰۱۳

د تجهیزاتو سپارل: مارچ ۲۰۱۴

د ودانۍ مساحت: ۷.۹۰۰ متر مربع

د ودانۍ جزيات: ۲۴ تدریسي کوټې، اداره، کتابتون، (د ماشین، فلزکاري، اټو موټیو ټکنالوژي، برېښنا، نجاري، آبرساني، نلدواني او ساختماني رشتو) ورکشاپونه، (مکروب ضد، برېښنايي انرژۍ، اداره او حسابداري، د مالوماتي ټکنالوژۍ هارډوېر )ځانګړي اطاقونه.

تدريسى خدمات: په يوه وخت کې له نړيوالو معيارونو سره سم، د ۵۰۰ ښوونکو لپاره

لیلیه: د ۱۲۸ نارینه او ۹۶ ښځینه زده کوونکو لپاره ځانګړي ودانۍ

د سپورټ میدان: د والي بال او باسکیټبال ګډ میدان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *