باور ورځپاڼه : د ولسي خلکو دځورونې پايلې څه کيداى شي؟
((که پوځيان له خلکو سره ناوړه چلند کوي ښايي په پيج دره کې راغلى امنيت له ګواښ سره مخ شي دلته پخوا هم نا امني د امريکايانو خپل سرو عملياتو ډيره کړې وه موږ تمه درلوده چې خپل پوځيان به مو ارامه کړي خو دملي اردو کسان زموږ خلک بې له کومه جرمه نيسي وهي ټکوي يې او له سيمې يې کډې کول ته اړ کوي ))
دا دختيځ ولايت کونړ په پيج دره کې چې اوس نسبتا ارمه سيمه بلل کيږي دهغه يوه اوسيدونکي خبرې دي چې وايي دملي پوځ سرتيري يې ځوروي او دمليشه يي ځواکونو په څير چلند ورسره کوي نوموړى چې ملي باور ته ځان مولوي عبدالظاهر ورپيژني وايي دى داسداباد په ښار کې دټوکرپلورنځي خاوند دى ټوله ورځ په خپله هټۍ کې وي خو چې دشپې کورته لاړ شي دملي اردو دپوځيانو له ناوړه چلنده ځوريږي او اوس اړ دى چې خپل کلى سندرۍ پريږدي او کډوال شي مولوي عبدالظاهر وويل تمه يې درلوده چې دبهرنيانو له وتلو ورسته به افغان پوځيان دخلکو زړونه لاس ته راوړي خو داسې ونه شوه نږدې هره ورځ بې ګنا خلک نيول کيږي، دخپلو کورنيو په مخکې وهل ټکول کيږي او خلک ازادانه تګ راتګ نه شي کولاى دهغه له خولې ده چې اوس مهال څوتنه چې دعمران په نوم يو زده کونکى هم پکې دى ملي اردو نيولي او په اسداباد زندان کې بې له کومه جرمه شپې ورځې تيروي چې د ښونځي کلنۍ ازموينې هم ترې لاړې .
دپيج درې يو بل اوسيدونکى حاجي محمد ميرخان وايي که طالبان بريدونه کوي موږ خو يې مخه نه شو نيولى او نه هم دولت د دې وس لري چې دخلکو امنيت وساتي که چيرې له افغان دولت سره راشه درشه ولرو هم زموږ دسر بايلل دي په دې دره کې هغوئ چې له دولت سره يې اړيکې درلودې وسله والو ډلو ووژل خو دولت يې پوښتنه ونه کړه دهغه په خبره دشپې له کوره په وتلو بنديز لګول شوى نو له دې بنديز سره هيڅوک هم دا جرات نه شي کولاى چې له کوره ووځي خو ملي اردو مو کورنو ته راځي او خلک په سپينه ورځ نيسي .
دکونړ يوه امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي ملي باور ته وويل(( دسيمې دخلکو شکايت پرځاى دى د ملي اردو يو ريس ارکان دى دخلکو سره ډير بد چلند کوي په ولايتي امنيتي اونيزه غونډه کې هم دا موضوع ياده شوه دوئ په خپل سر خلک نيسي بيايي دملي امنيت رياست ته سپاري قانون دادى چې که چيرې شکمن خلک ونيول شي دسپيناوي لپاره دې اړوندې ولسوالۍ ته وسپارل شي کله چې ولسوال په موضوع پوه شي بيا به قانوني عمل ورسره کوي ))
دکونړ والي شجاع الملک جلاله خان دخلکو د دغه شکايت په تړاو ملي باور ته ومنله چې پوځيانو په پيج دره کې خپل سرې نيونې کړې وې، خو کله چې دوئ ته دولس شکايتونه ورغله سم له واره يې ستونزه حل کړه، نيول شوي کسان يې خوشې کړل او دپوځيانو سيمه يزو قومندانانو ته يې سپارښتنه کړې چې له دې وروسته دې ولسي خلک ونه ځوروي .
خو دوالي له څرګندونو وروسته دسيمې يو قومي مشر مدير شمشيرخان وويل چې والي ورسره دخلکو دخوشې کولو ژمنه کړې وه خو تر اوسه په بشپړه توګه نه ده عملي شوې هغه وايي لاهم څوتنه نيول شوي بې ګنا کسان په زندان کې له نامالوم برخليک سره مخ دي .
کونړ کې پخوانى خبريال او دچارو شنونکى محمد ادريس غروال وايي دملي پوځ له سر تيرو سره په دې ولايت کې پراخ ولسي ملاتړ شته ، له دې وړاندې دبهرنيو ځواکونو پرخلاف کلک وسله وال مقاومت شتون درلود، خو که دملي پوځ سر تيري دا ډول کړنې کوي ښايي دا ولايت يو وار بيا د تودو جګړو ډګرشي ځکه چې له دې وړاندې بهرنيانو خلک اړ کړي و چې جګړه وکړي او غره ته وخيژي ،نوموړى له ملي پوځ نه غوښتنه کوي چې دولسي ملاتړ او دسيمې دټيکاو لپاره دې دخلکو سره ښه چلند وکړي .
په ټوله کې دهيواد په ډيرو برخوکې له مليشه يي ځواکونو دخلکو دځورونې شکايتونه و خو کمسارې ده چې افغان ملي پوځ هم د دا ډول يوې لويې نيوکې سره مخ کيږي .
د دوی خبره سمه ده خو کله هغه وخت دی رایاد کړی چی دغه ریس ارکان په دغه سیمه کی نه وو په هغه وخت به هره ورځ دوه دری د ملی اوردو سرتیری شهیدان کیدل ولی هغه افغانان نه وی میاشیتی میاشتی به په مرکز اسداباد همدا خلک پراته وو اوخپلو کورونو ته به نشو تللی که دغه قومندان داسی یره اوترهه نه وی ښوره کړی په دغه سیمه کی امنیت نشو راتلای ځکه دغه خلکو د اوردو ملاتړ نه کوو اوکله چی دچا ملاتړ نه وی هغه نشی کولای چی فعالیت وکړی تر ماڼونګی ولسوالی پوری یی د لاری امنیت په
ښه صورت تامین کړ د همدی خلکو دپاره
ژوندی دی وی بهادر افغانان
ژوندی دی وی افغانستان
مننه