د پکتيا پريس کلب داسې کره اسناد او شواهد موندلي، چې په دې ولايت کې د يوې وړې پروژې په تر سره کېدو کې نږدې دوه لکه امريکايي ډالره فساد شوی دی.
دا پروژه چې د پکتيا په سيد کرم ولسوالۍ کې پلې شوې، موخه ترې دا وه، چې له جګړو را ګرځېدلي او بېوزله ځوانان بايد زده کړه پکې وکړي او د خپل راتلونکي ژوند د اسوده ګۍ لپاره کار وکړي او ددې تر څنګ د يوې جګړه ځپلې سيمې ځوانان هم له حکومتي خدماتو څخه برخمن شي او له جګړې نفرت وکړي.
دا چې د کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري په دې پروژه کې په لويه کچه فساد کېږي او داسې فساد چې د سيمې قومي مخور او د ولايتي شورا غړي ورته حيرانېږي، دا د افسوس خبره ده.
که څه هم په پکتيا کې دا نوې خبره نه ده، چې په يوه اداره کې په لويه کچه د شوي فساد په اساس په رسنيو کې راپورونه خپرېږي او افغان حکومت يې په اړه بې غوره دی خو په داسې ډول دا لومړني اسناد دي، چې د ټولې بودجې څلور برخې ورکې شوې او يوازې يوه برخه لګول شوې.
عجيبه خو لا دا ده، چې د سيمې اوسېدونکو ددې فساد په اړه کره اسناد او شواهد د ولايت مقام ته وړاندې کړي، له هغه وروسته په فساد ککړ کس ته ساتونکي هم ورکړل شوي دي.
په اسنادو کې د دې پروژې ټوله بودجه (۲۵۲۶۸۱) دوه لکه دوه پنځوس زره شپږ سوه يو اتيا امريکايي ډالره ښودل کېږي، خو په بشپړه پروژه يوازې پنځوس زره امريکايي ډالره لګول شوی او پاتې نور يې د اسنادو له مخې ورک دي.
د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشران هم د کار و ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو رياست او ولايتي اداره په فساد تورنوي.
په اسنادو کې راغلي چې د دوه سوه زده کوونکو لپاره بايد ټول اړين وسايل واخيستل شي، چې په دې شپږ مياشتنۍ دوره کې د خياطۍ، نلدوانۍ، ويرينګکارۍ، د موټروجوړلو او ترکاڼۍ په حرفو کې زده کړې کوي.
همدا ډول د پکتيا پريس کلب له لورې په خپورو شويو راپورونو کې راغلي چې د کار و ټولنيزو چارو رييس عبدالصمد مصلح وايي، دا پروژه تېر کال پلې شوې او د دوه سوه ځوانانو د درې مياشتو تنخواګانو د ورکې خبره هم مني خو په اړه يې ځايي اداره بې غوره پاتې ده.
سيد کرم چې دا مهال يوه ناامنه ولسوالي ده، د ناامني لامل يې همدا فساد او د حکومتي ادارو کې کمزوري ده، چې ځوانان او په عموم کې ولسي خلک له افغان حکومته مايوسه کېږي او ټوپک را اخلي د خپل نظام په وړاندې جنګېږي.
دا ولسوالي چې تر ۱۳۸۶ لمريز کال پورې باامنه ولسوالي بلل کېده، امنيت يې ورسته له هغه پسې ترينګلی شو، چې دلته زورواکي حاکمه شوه، په قضا او څارنوالي کې په لويه کچه فساد حاکم شو، افغان چارواکو د خلکو داسې حق خوړلو ته ملا وتړله، چې د يوې وړې پروژې يوازې پنځمه برخه يې په ځای لګوله او پاتې يې په جېبونو کې اچولې.
د دې په ځای چې خلکو ته ښوونځی، کلينيک، سړک … جوړ شي، يوازې ځايي چارواکو د دوی په نوم د پروژو منظوري کوله او بيا يې دوی ته هېڅ هم نه ورکول.
په پکتيا کې ځايي حکومتي اداره تر دې بريده فاسده ده، چې د پکتيا د والي د دفتر رييس حشمت الله يوسفي سره که څوک لاره جوړه کړي او د والي حکم تر لاسه کړي، نو بيا هر کار ورته جواز لري.
ددې ولايت د اکثره پراختيايي او اساسي پروژو ډېری برخه د ولايت د مقام، د ولايتي شورا د رييس شايسته جان احدي، څو تنو قومي مخورو او د اړوند ادارې د مسولينو تر منځ سره وېشل کېږي.
په دې ولايت کې اوس دا مشهوره خبره ده، چې ځايي چارواکو ته خلک د چکرو چارواکي وايي، د والي په شمول اکثره چارواکي په مياشت کې يو ځل دوبۍ او يا تاجکستان ته د چکر په موخه خامخا ځي.
موږ چې د هر څه په پرتله سولې ته زيات ضرورت لرو او په هغو ولايتونو کې چې بايد سولې ته پکې ډېر کار وشي، داسې چارواکي مقرر شوي، چې يوازې خپل عيشونه کوي نو سوله به په څه ډول راشي؟!
يوه ورځ د پکتيا مېشتو قومي مخورو په يوه غونډه کې يو ديني عالم وايي: ما د وسله والو يو قومندان د سولې شورا ولايتي کمېټې ته معرفي کړ، د سولې د ولايتي شورا مشر مولوی خالقداد راته وويل، د دې کس سره خو ټوپک نشته؟!، په دې زموږ پيسې نه منظورېږي.
دې قومي مشر په خپلو خبرو کې ويل؛ زه حيران شوم، چې يو جنګيالی د سولې له بهير سره يو ځای کېږي، هغه به له ټوپک سره ښار ته راځي او بيا به د سولې دفتر له مسولينو سره خبرې کوي؟
په پکتيا کې اکثره چارې په داسې ډول کېږي، چې په فساد ککړ چارواکي به يې خامخا کلنګ اخلي، د ولايتي شورا رييس چې کوم ځای ته سفر کوي نو په خپل دفتر کې يو داسې وړانديز ليک پرېږدي، چې له مخې يې د ولايتي شورا نور غړي، نه شي کولای د رغنيزو پروژو تاييد وکړي.
د دې ولايت په اړه هسې هم خبرې ډېرې دي خو دا چې د سولې او له افغان حکومت سره د وسله والو د يو ځای کېدو پروسې د فاسدو کسانو په واک کې ورکول کېږي، په دې بايد ډېر ټينګار وشي.
د پخلاينې او ټولييزو پرمختګونو په وړاندې يوازيني خنډونه د حکومتي چارواکو بانډونه، فساد، نااهلتوب او د مرکزي حکومت بې غوري بلل کېږي، ولسمشر کرزي ته په کار ده، چې د خپل واک په وروستۍ او کمه موده کې خو ځينې داسې اصلاحات راولي، چې په تاريخ کې يو نوم نيک وښودل شي.