۱۳۹۲/۹/۱۱- دوشنبه
راپور: نقيب احمد
وياند رحمت الله جاهد د ژوند ادبي بهير د دې اونيزې غونډې د رنګينتيا په پار عبدالباسط اميرزوی د آيتونو د تلاوت له پاره دريځ ته وغوښت. د پاک قرآن تر تلاوت وروسته عبدالرازق همدرد او الفت پاڅون د مېلمنو او الله محمد اتل د کوربه څوکيو ته وبلل شول.
خوشال دُراني ګډونوال د تېرې ناستې له حاله خبر کړل. د دُراني راپور وستايل شو؛ خو بيا هم د غونډې برخه والو پرې خپل نظرونه ورکړل. اتل مشواڼي وويل، ((که د تېرې غونډې هغه خبرې چې پر ادبي درس وشوې، په راپور کې يو څه را اخيستل شوې وای ښه به وو، ځکه په ادبي راپورتاژ کې تفصيل ستړی کونکی نه وي.)) نقيب احمد عزيزي وويل، ((د راپور سرليک د غونډې له طرحې سره سمون نه درلود؛ ځکه چې له عنوانه دا په ډاګه کېده، چې غونډه يوې مشخصې موضوع ته بېله شوې ده؛ حال دا چې هغه غونډه هم د تېر په څېر عادي وه.))
جاهد زياته کړه، (( پر دغه خبرو سربېره که په راپور کې اشاره وشي، چې په غونډه کې د ګډونوالو شمېر څومره وو، بده به نه وي.)) د شاه محمود عابد نظر هم دا وو، چې ادبي راپور دې تر ژورناليستي راپور تفصيلي وي، ځکه لوستونکی نه ستړی کوي او د پېښې انځوريز غبرګون وي.))
تر دې وروسته دُراني د دوی نظرونه سرپه سترګو ومنل او د خپل راپور د عنوان (دادمحمد ناوک د ژوند ادبي بهير مېلمه وو) د ټاکنې وجه يې تلوسه وښووده.
د کره کتنې په هينداره کې د سباوون خاموش غزل سترګې راښکاره کړې:
رانه ورک دی هديره ورپسې ګورم
شناخته-شناخته کتيبه ورپسې ګورم
عزيزي او احمد زاهد يې دا مطلع کټ مټ د ښاغلي اجمل اند د دې غزل وګڼله:
په شناخته – شناخته ګرځم کتيبه ورپسې ګورم
يو قبر رانه ورک دی هديره ورپسې ګورم
د مشواڼي نظر دا وو، چې که تضمين وي په قوسونو کې دې ونيوله شي.
دويم بيت:
لکه ستوری په رڼا ورځ تری تم شي
لېونی شم توره شپه ورپسې ګورم
د دغه بيت په اړه صديق الله ستومان وويل، (( په شپه کې د ستوريو لټونه او لېونتوب کوم تړاو سره نه لري.)) عابد پر دې نظر وو، چې(( لېونی دلته پر آره معنا نه دی راغلی؛ لکه د رحمان بابا د يوې مسرې په سر کې: لېونی شوم نن مې يار ليدلی نه دی.))
د همدرد نظر دا وو، چې (( د (تری تم شي) پر ځای بايد د (شي) کومکي فعل ماضي يعني (شو) راغلی وای او په دويمه مسره کې هم د (لېونی شم) جمله (لېونی شوم) وای؛ ځکه دلته مخاطب درېيم کس دی.))
عزيزي وويل، (( موږ چې شپه اورو، طبعاً مو توروالی ذهن ته راځي؛ ځکه نو د لته شپې ته د توروالي نسبت يو څه بې ځايه ټينګار زېږولی دی. او د ستوري له پټېدا سره د يو چا د ورکې تشبيه – چې هغه هم په رڼا کې وي، چې د لېدلو له وسېلو يوه ده، خوند لري- که څه هم دغه تشبيهي حالت، چې ستوری په رڼا کې ورکېږي د ښاغلي دروېش په دې بيت کې هم وينو:
کله چې زه سترګه وم نو شپه وه شی مې ونه کوت
کله چې زه ستوری شوم سهار وو او چا نه ليدم))
د اتل مشواڼي خوښه دا وه، چې (( دا بيت دې پر خپل حالت پاته شي.)) خوشال دُراني وويل، (( فکر کوم ملګرو يې هندسي جوړښت پسې راواخيست، زما په نظر خو ښکلی دی، روان دی او نوې تشبيه پکې ده.))
درېيم بيت دا وو:
له يو څو شېبو راهيسې رانه ورک دی
څومره لرې زمانه ورپسې ګورم
ستومان وويل،(( اصلاً لېونتوب په دې بيت کې دی.)) عزيزي هم زياتوله چې (( پر لېونتوب انځورونې سربېره ژورې شننې ته اړتيا لري، چې زما له وسه وتلی کار دی.)) ډېری نورو ګډونوالو هم په يوه خوله د دې بيت ستاينه کوله.
دا غزل چې څلور بيته راوړل شوی وو، پر دې بيت باندې پای ته ورسېد:
له سينې مې شرابي زړه تښتېدلی
ستا د سترګو مېخانه ورپسې ګورم
عزيزي وويل، (( (شرابي زړه) ترکيب که څوک واوري، ښايي جوړښت يې د هنري بنسټ پر اساس ورښکاره نه شي؛ خو چې په دويمه مسره کې د ( د سترګو مېخانه) راغلی ترکيب ورته د ظرف حيثيت لري؛ نو يو خوندور تړاو يې رامنځ ته کړی دی.))
تر کره کتنې وروسته سباوون خاموش له ټولو منندوی وو او ويل يې، چې شاعري يې نوې ده او که تاثر پکې ډېر وي وجه يې همدا ده. ده وويل، د اند کتاب يې لوستی دی؛ خو دا بيت يې تضمين کړی نه وو او نه يې هم د هغه د غزل پر ځمکه لېکلی وو او يو عجيب توارد وو.
د غونډې په اخير کې مشاعره د عابد په سکوت خپروونکي ترنم پيل شوه، چې د څو ويشت کسانو له خوا پکې د هنري فکر زمزمې ونڅېدې.
راتلونکې ناستې ته ادبي درس اتل مشواڼي واخيست او ځانګړې موضوع ته – چې په دې غونډه کې نه وه- خوشال دُراني اوږه ورکړه.
پای