هر ماشوم د ماشومتوب په دوره کې يوه ځاني وړتيا او استعداد لري، خو تر ټولومهمه داده، چې د کورنيو له خوا دهغه دا وړتيا تشخيص او د روزنې لپاره يې مناسب چاپېريال او امکانات مساعد شي، د کورنۍ نوم مو ځکه واخيست ، چې د ماشومانو د روزنې لپاره تر ټولو لومړى ښوونځى د مور غېږ او کورنۍ چاپېريال دى.

    د پيداګوژۍ عالمان په دې نظر دي، چې په ماشومتوب کې د ماشومانو ډېر کړه وړه تقليدي بڼه لري، په دې مانا چې د مور او پلار او کورنۍ له نورو غړو يې زده کوي، دهغوى کړه وړه، خبرې او شخصيتونه ددوى په روان او کړو وړو کې هم را څرګندېږي، خو ددې ترڅنګ هر ماشوم خپلې ځاني وړتياوې لري، چې د وخت په تېرېدو سره را برسېره کېږي او ځيرک مور او پلار يې درک کولى شي.

که څه هم په افغاني په ځانګړي ډول پښتني ټولنه کې ماشوم له هرې خوا تر ګواښ او ځپلو لاندې وي، د مور او پلار يا د کورنۍ د نورو غړو له خوا ورته يا سمه پاملرنه نه کېږي او يا هم د هغوى ماشومانو غوښتنې او پوښتنې تر پښو لاندې کېږي.

  ډېر ځله ماشومان په ماشومتوب کې د بېلابېلو څېزونو په اړه خبرې کوي، پوښتنې ورسره پيدا کېږي، چې دا څه دي؟ دا ولې داسې شول؟ هغه ولې داسې کوي؟ پلار يا د کورنۍ بل غړى ولې داسې دى؟ دا پوښتنې ډېر ځله د مور او پلار يا خپلو نورو خويندو او وروڼو په اړه تر سره کېږي، خو که چېرته ورته مثبت ځواب ونه ويل شي او والدين يې هسې وګڼي، نو يوه پوښتنه نه يوازې چې د ماشوم په ذهن کې په سلګونو نورې بې ځوابه پوښتنه ټوکوي، بلکې په راتلونکې کې هم خپله دغه وړتيا له لاسه ورکوي.

دا وړتيا ځکه مهمه ده، چې دى په خپله چمتو شوى ، چې د يو څه په اړه ځواب تر لاسه کړي، په يوه شي باندې وپوهېږي او بيا ورباندې فکر وکړي، چې همدا فکر چې خپله ورته اړ شوى، ماشوم ته د نورو ګڼو معلوماتو د حاصلولو سرچينه ګرځي، مهربانه او ماشوم ته په زيات درناوي قايلې کورنۍ تل د ماشومانو دې پوښتنو ته په ځار او قربان ځواب ورکوي  او تجربو ثابته کړې، چې ددې کورنۍ ماشومان په راتلونکې کې لوى انسانان شوي او په ډېرو شيانو د هغو ماشومانو په پرتله پوهېږي، چې پوښتنو ته يې ځواب نه دى ويل شوى.

فرضا تاسې يو پلار ياست،  په کور کې د خپلې کورنۍ پر وړاندې سيگريټ څکوى، ماشوم مو درنه پوښتنه کوي، چې پلاره ته دا شى ولې په خوله کې نيسې؟ که غواړى هغه ته رښتينى ځواب ورکړى، نو له شک پرته چې تاسې خپل ماشوم ته بې ځوابه ياست او که مو خپل ضمير ته ستون شى، نو په همغه شېبه به له دې عمل سره مخه ښه وکړى، خو که چېرته د خپل ماشوم دا پوښتنه هسې بې ارزښته وګڼى او يا مو ماشوم تېر باسى، طبيعي ده، چې له يوې مخې مو دهغه د پوښتنې وړتيا وځپله او له بلې خوا دا هم امکان لري، چې په تنکۍ ځوانۍ کې د سيګريټ څکلو ته تمايل پيدا کړي، ځکه چې تاسې د هغه د پلار ترڅنګ دهغه اډيال هم ياست.؛

  بله تر ټولو مهمه خبره د وړتيا پاللو ده، ډېر ځله ماشومان په خپلو لوبو او ساعتېريو کې له خپلو همزولو سره هيلې څرګندوي او غواړي، چې په راتلونکې کې څه شي، دوى بېلابېلو مسلکونو ته تمايل څرګندوي، له بېلابېلو څانګو سره مينه لري، دا چې دى په ماشومتوب کې يوه برخه ستايي ، يا دهغه څانګې د مسلکي په توګه ځان جوړوي، نو په حقيقت کې دې برخه کې دهغه په وجود کې يوه وړتيا شته، چې تشخيص او روزنه يې مهمه ده.

   مثلا ستاسې ماشوم په هوا کې د الوتکې په ليدو درته وايي، پلاره زه چې لوى شوم طياره الوزوم، هغسې طياره بايد ولرم، تاسې دهغه په دې هيله پورې مه خاندئ، هغه که خپله همدا مينه سر له دې عمره وروزي او تاسې ورته وخت په وخت هيله ورکړئ، نو په راتلونکې کې ترې يو پيلوټ جوړېدى شي، خو که چېرته تاسې دهغه هر ډول پوښتنو ته ځواب ونه وايى، دهغه په وجود کې شته وړتيا او څانګه يې درک نه کړئ، نو ماشوم د يوه کامل او مسلکي انسان په ډول ټولنې ته نه شي وړاندې کېدى.

پرېږدئ، چې ماشومان مو د هر څه په اړه پوښتنې وکړي، تاسې يې په ځواب کې مه تېر باسى او که مناسب ځواب درسره نه وي، وخت ترې وغواړى ځواب ورکړئ او دې ته ځير شي، چې ماشوم مو د کوم مسلک خواته ډېر تمايل لري، له دې تشخصي وروسته هغه ته په همدې اړه خيالي او حقيقي کيسې او معلومات وړاندې کړئ او د ماشوم يوه غوره راتلونکې مو تضمين کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *