تیره ورځ مو د زعفرانو په اړه خبري وکړي چې څنګه ایران وکولۍ شو ددي ځوان سکټور په مقابل کې ستونزي را ولاړي کړي ایران نه یوازي په زعفرانو کې بلکې په وچه میوه او تازه میوه کې هم دافغانستان سره رقابت کوي دوي غواړي چې نړیوالو ته ثابته کړي چې د ایران نه بغیر هیڅوک دوچي میوي تولیدات نلري.
یوه ورځ د ایران له سفارت له لوري څه تجاران را وپيژندل شول دوي غوښتل چې دافغانستان د وچي میوي په اړه معلومات ترلاسه کړي نو زما د یو ایرانی سره بحث وشو هغه راته وویل چې په کوم دلیل تاسي وویاست چې دافغانستان وچه میوه د ایران د وچو میوو نه ښه کیفیت لري ما ورته وویل چې نړیوال زمونږ تولید خوښوي او مونږ عملآ صادرات لرو دوي عملآ پدي پوهیږي چې افغانستان هم دصادراتو په برخه کې ډير پرمختګونه کړيدي خو ددوي دا پرمختګونه ددوي د تاوان سبب کیږي ځکه ورباندي خوشحاله ندي اوس سوال دادي چې دوي ولې پدي پرمختګونو نه خوشحاليږي؟ ددي جواب ډير ساده او اسانه دي افغانستان چې کوم غدايي مواد تولیدوي عین مواد ایران او پاکیستان هم تولیدوي دوي پدي ښه پوهیږي چې دافغانستان د وچي او تازه میوو په مقابل کې ددوي تولید نړیوال نه خوښوي ، دوي همیشه هڅه کوي چې دافغانستان تولیدات بدنامه کړي او هم ېې هڅه کوي چې بازارنو ته تګ مخنوۍ وکړي.
زه تیر وختونو کې دوبې ته تللۍ وم هلته مو دبازار په اړه معلوماتونه راټولول او دخپلو توکو لپاره مو بازار موندنه کوله خو کله چې د وچو میو مارکیټ ته ورننواتو نو هلته مې یو څه ایراني تجاران ولیده چې افغاني تولیدات ېې په مخ کې پراته وه ما ورته وویل دا تولیدات دکوم ځاۍ دي هغه راته په ډيره نرمه لحجه کې وویل From Iran ما ورته وویل چې دا څنګه مونږ خو دا تولیدات دافغانستان په نامه پيژنو هغه راته وویل افغانستان دا ډول تولیدات نلري.
ورسته بیا په نورو تجارانو چې په هغي کې خپله عربان هم شامل وه پوښتنه تري وکړي چې ایا دافغانستان تولیدات پیژنۍ ډيرو دهو ځواب راکړو ددي سره یو بل په شکل تور ناست وو اول خو ډير په مینه ورغلم ما فکر کوو چې هندي سوداګر دي خبر نه ومه چې دهمدي دنسله پاکیستانۍ پنجابۍ دي ورنه مې تپوس وکړو چې دا پسته او جلغوزي دکوم ځاۍ دي په ډيره ناځواني سره ېې ځواب
راکړو دا پسته او او جلغوزی دپاکیستان دي ! اهو ما وویل دا څه واېې دا خو دافغانستان تولید دي وویل افغانستان بغیر له کوکنارو څه لري؟؟؟
ما ورته په جواب کې وویل چې مونږ بې له شکه او په ډير افسوس سره وایمه چې کوکنار کرو مګر مونږ پري منکر هم نه یو او ددي ستونزي دحل لپاره کار او جدوجهد هم کوو تاسي خو بغیر له ترویریزم بله څه نه لرۍ بس همدا ترهګر رالیږۍ او زمونږ ملک پري ورانوۍ .
راځو پاکیستان ته ولي زمونږ تولید پاکیستان په نامه صادریږي ؟
دا یوه ډيره جالبه موضوع ده د افغانستان دوچي میوي لپاره دهندوستان بازار ډير اهیمت او ارزښت لري ځکه چې نفوس هم پکې ډير دي او هم زمونږ دتولیداتو لپاره ډير ښه ښه بازارنه شته کور دي ودان وي هندوستان دافغانستان سره ډيره همکاري او مرسته هم کوي او هم په اقتصادي برخه کې دافغانستان ملاتړ کوي مونږ چې کله هم خپل تولیدات د پاکیستان له لیاري هندوستان ته صادرو نو زمونږ په مقابل کې پاکیستان خپل بندرونه سخت کړي دافغانستان موټرونو ته هغه وخت کې اجازه نه ورکوي چې کله زمونږ اموال صادراتو ته اماده شي.
دبیلګي په توګه د تازه میوو په وخت کې د پاکیستان له لوري زمونږ موټرونو ته اجازه نه ورکول کیږي چې دا تازه میوه هندوستان بازارنو ته ورسیږي دوي بندرونه وتړي او افغان سوداګر مجبوره شي چې دا تولیدات په پاکیستانیانو خرڅ کړي او کله چې دوي دا کار وکړي هغوي همدا تولیدات made in Pakistan او یا هم The product of Pakistan پري ولیکي مطلب دپاکیستان تولید .
پاکیستان هڅه کوي چې همدا تولید بیا دافغانستان په خلکو وپلوري هم هڅه کوي چې ډبل ګیم وکړي دوي همدا تولید بیا په هندوستان هم خرڅوي او هم ېې په نورو نړیوالو چې دا سراسر دنړیوالو قوانیونو نه سړغړونه ده دوي همیشه لپاره دنړیوال تجارت دقوانینو سرغړونه کوي خو متاسفانه دافغانستان سکټوري
وزارتونه پدي ندي توانیدلي چې دافغانستان دا بنیادي او اساسي تجارتي مسایلو ته توجه وکړي د افغانستان د سکټوري وزارتونو رسمي استازي په بهر کې پدي نه دي توانیدلې چي دافغانستان د صادراتو په مخ کې پرتي ستونزي حل کړي او هم دومره پدي مسایلو کې ېې سر ندي خلاص.
زمونږ ستونزه څه ده چې مونږ دلته په افغانستان کې سړي خوني ډيري کمي لرو اوس دي دزراعت وزارت کور وادن وي یو پروژه ېې شروع کړي چې انشاالله په ۲۳ میاشتو کې به تکمیل شي ددي پروژي سره به مو د سړو خونو ستونزه حل شي له خیره. خو تر یوه اندازه دافغانستان تولید ډير زیات دي او دا تولید په هر حال باید صادر شي.
دوي نه یوازي صادراتي موټرو ته ستونزي جوړوي بلکي وارداتی توکو ته هم ستونزي جوړوي په تیرو ورځو کې یو خبر راغلو چې په پاکستان کې د ډرون حملو خلاف احتجاج دي او افغانستان صادراتي او ورداتي توکي د تحریک انصاف ګوند لخوا د تړون نه دسرغړوني سره په غیر قانوني او غیري اصولي شکل سره ودرول شوه افغان لوري سوداګرو ته هم تاوان ورسیدو او دا تاووان یوازي مونږ نه بلکي دپاکیستان لوري هم وکړو د ټرانسپورټرانو ټولنې مشر وايي ، د تحریک انصاف د احتجاج له کبله ورته د پنځویشت اربه روپیو تاوان ور رسېدلی دي هغه وویل ، په پېښور کې د تحریک انصاف د روان احتجاج له کبله یې تر ۱۵۰۰۰ زیات ټېنکرې له تېرو شاوخوا دوو اونیو بې مزدورۍ ولاړې دي.
یوه بله مهیم خبره چې مونږ ته له دي ځآیه نه معلومیږي او نه هم پکې ډير معلومات لرو ، په دوبۍ کې یو نړیوال فیسټوال دي چې هر کال جوړیږي او هر کال پکې په سلګونو هیوادونه ګډون کوي.
ددي فیسټوال نوم ګلوبل ویلج دي ګلوبل ویلج یعني نړیوال کلۍ په تیرو کلونو کې ګلوبل ویلج کې دافغانستان استازیتوب متاسفانه پاکیستان کولو مطلب دا چې دافغانستان برخه هم پاکیستان اخیستله او هغه ځاۍ چې دافغانستان په حق کې رسیده له هغي ځایه پاکیستان ګټه پورته کوله خو پدي ورستیو کې یو ځوان میروس مقري دا رکارډ مات کړه دي وتوانیدو چې دافغانستان دبرخي ځاۍ دافغانستان په نوم واخلي او هم وتوانیدو چې دڅو کلو را پديخوا په خپل شخصي سرمایه ګزارۍ دا فیسټول دافغانستان په نامه واخلي او هم ېې فعاله کړي !
ددي ځوان سره په لمړي سر کې کومي حکومتي اداري مرسته ونکړه خو ددي سره سره پاکیستان او ایران په مسلسله توګه غوښتل چې پدي فیسټوال کې افغانستان ته ستونزي وزیږوي ځکه دافغانستان تولیدات ددي منحوسه ملکونو سره مشابهت لري.
اوس مهال په دوبۍ کې تر څلویښتو زیات افغاني سوداګر ددوبي په فیسټوال ګلوبل ویلج کې مصروفه دي او له دي لیاري دافغانستان توکي واردوي ګټه ېې هم معنوي ده یو دافغانستان نوم باندي هلته یو کلۍ لرو ! او دوهمه مادي ګټه ېې داده چې افغاني سوداګر له نړیوالو سره رقابت کوي او خپل تولیدات پلوري چې ګټه ېې افغانستان رسیږي او زمونږ په صادراتو باندي مستقیم تاثیر کوي !
عبدالقدیر مصطفی جانه وروره !!! ډیره په زړه پورې او هر اړخیزه لیکنه موکړیده.الله (ج) دې در ته اجرعظیم درکړې.چې تاسې دهیواد والو معلوما ت ورزیاته وی.
مګر ستا سې پر رقم لیکنې دهغه چا لپاره دشرم او دپزې پریکیده دې چې ددغو (۲)هیوادونو(لودیځ او جنوب ختیځ ګاونډیا ن) لاس پوڅې او تالۍ څټې کوې.زمو
ږ په خوا کښې یومتل دی :پیشې که شرم درلودای دچړې نوم به یې نه اخیستلای.
داچې ددوی با داران پر نوریستان توغندی راغورځوې او یا وکنړونو درود په بند کې لویه ود نډه غواړې .
ددوی دپاره ډیر شرم دی چې دوی ځان دهیواد ژغورونکې او ازادې غوښتونکې بولې.
سلامونه
داټول به درسره ومنوو،مګر پدی کی زموږ خپل تجاران هم ډیر ملامت بولم ، چی دافغانستلن په داخل کی هم خپلی میوی په هغو کریټونو کی اچوی چی د پاکستان بیرغ ورباندی وی