جیمز ډابینز

تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي د افغانستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي په افغانستان کې به کورنۍ جګړه پیل شي.

د چین سنهوا خبري اژانس وايي، دا خبره نن /یکشنبه/ یوه افغان چارواکي ورته کړې ده.

د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، افغان چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، جېمز ډابینز دوې ورځې مخکې له ولسمشر کرزي سره ولیدل او د دواړو خواوو ترمنځ کړکېچنه غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده.

دغه افغان چارواکي وویل، ډابنیز له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې وویل:«که دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک نه شي، افغانستان به د سولې مخ ونه ویني. کورنۍ جګړه به پکې پیل شي.»

د افغان چارواکي په وینا ډابینز په خبرو کې له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو یا د صفر پر انتخاب هم ټینګار کاوه، یعني که دوه اړخیز امنیتي تړون نه وي په افغانستان کې د امریکايي پوخیانو حضور ته اړتیا نشته.

پرون د امریکا دفاع وزیر هم له افغانستان سره د امریکا امنیتي موافقه ضروري وبلله خو ویې ویل چې په دې اړه له ولسمشر کرزي سره نورو خبرو ته اړتیا نشته ځکه څه چې باید کرزي ته ویل شوي وای، هغه ویل شوي دي.

 کرزي ویلي چې له ګوانتنامو څخه دې افغان بندیان خوشي شي، د افغانانو پر کورونو دې د حملو د بندېدو تضمین ورکړای شي او د افغانستان د سولې لپاره دې خبرې پیل شي.

جېمز ډابینز له ولسمشر کرزي سره له کتنې وروسته اسوشیتد پریس خبري اژانس ته وویل چې ده له ولسمشر کرزي سره ولیدل او له طالبانو سره د پخلاینې د هڅو په باب یې له هغه سره هم خبرې وکړې.

ډابینز وویل، له طالبانو سره د سولې خبرې له دې کبله له خنډ سره مخامخ دي چې طالبان خبرې نه کوي.

ده وویل:« حقیقت دا دی چې د امنیتي موافقې پر سر موږ هیڅ پرمختګ ونه کړ. تېرې خبرې تکرار شوې. ما دا توضیح کړه چې دا موافقه ولي د بې یقینۍ او ناڅرګند چاپېریال د ژر تر ژره له منځه وړلو لپاره مهمه ده.»

2 thoughts on “ډابینز: که امنیتي موافقه لاسلیک نه شي، په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیلېږي”
  1. څنګه چی مالومیږی دامنیتی موافقی په اړه خبری مخ په سړیدودی اودا هم دورځی پّه تیردوسره جوتیږی چی کرزی به هیڅکله هم دغه موافقه لاسلیک نکړی مخکی تردی ویل کیدل چی امریکا غواړی دیوبل افغان لوړپوړی چارواکی په واسطه دغه سند امضا کاندی اودډیرولوړپوړوامریکایی چارواکوپه واسطه یی بسم الله محمدی وهڅوه چی هغه هم بی له کوم دلیل څخه لدی کارنه انکاروکړ اوویل کیږی چی عبدالله عبدالله چی راتلونکوولس مشریزو ټاکنوته ځان بریالی نوماند بولی ددی کار لپاره هم مټی رانغښتی وی او له امریکایی چارواکوڅخه یی غوښتی ؤ چی ګنی په راتلونکوټاکنوکی دده ملاتړ وکړی دی به یی په بسم الله محمدی دغه سند لاسلیک کړی اوحتی داسی هم ویل کیږی چی امریکا دکرزی دله مینځه وړلوتابیا هم نیولی وه خوونه توانیده خوپه هرصورت دغه ناندری ختمولولپاره نامالوم وخت ټاکل شوی اوامریکا هم پرته لدی سندڅخه بله کومه بهانه نلری چی په افغانستان کی پاتی شی ځکه په لومړی سرکی دامریکا راتګ هم داسامه بن لادن له مینځه وړل ؤ چی هغه اوس نشته نوهرومروبه دی دکرزی ځینی اساسی شرطونه چی دټولو خلکوپه ګټه دی منی اووروسته به دغه سند لاسلیک کیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *