ټول داسې چوپ ناست ول، لكه یو له بله چې مرور وي، په دوى كې يوازې يو تن چې د ځان سره په خبرو اخته و، لږ غوندې مسكى شو. له ځايه پاڅېد، مخامخ بل تن ته كېناست، ویې ويل:
– وبښه صيب، مزایم شوم.
هغه سر له زنګنو پورته كړ، پرې ور برګ شو:
– چې مزایم شوې نو زما یې څه.
– نه صيب، زه آزاد ژورناليست نامراد يم.
– زه نو كومه ده چې بندي يم، زه هم آزاد سیاستوال ناكرار يم.
لومړني خپل سر وګراوه وروسته یې وویل:
– نه هغسې نه وایم، غواړم درسره مرکه وکړم، اجازه ده؟
– هو، خو ګوره! ځان به ډېر هوښیار- هوښیار نه کوې، دا به دې په خير وي.
– سمه ده.
ژورنالېست خپل لاس د مایک په ډول خولې ته ونیو:
– ښه ناکرار صیب! اول خو دا ووايه، ته څنګه یې؟
– څنګه به ته یې، زه خو روغ جوړ يم.
– ښه ښه، دا ووایه چې په خپل ژوند کې له ځانه راضي یې، كه له خلكو؟
– نه، نه، پرېږده يې، له دواړو خپه يم.
نامراد ښه لیونۍ خندا وکړه، وروسته یې وپوښتل:
– له ځانه څوک خپه کېږي؟
ناکرار ژر د نامراد لاس خپلې خولې ته ونیو:
– ځه وروره! هغه ځان نه دی، هغه بېغمه مزې کوي- هغه زما له غمه څه خبر دی.
– ښه ډېر ښه، دا دې ونه ویل چې پخوانی ښه وخت و، که اوسنی؟
– هو په خدای، هغه پخوانی مې بیګا ولید، له ځایه ورپسې پاڅېدم، خو رانه ورک شو.
نامراد یو ځل بیا خپل سر ته ګوتې بندې کړې، ښه یې ډېر وګراوه، وروسته يې وپوښتل:
– ښه، سیاست کې خو ګوتې وهې، نور هم څه کوې کنه؟
– هو ولې نه، د اروا پوهنې استاذ يم.
– ښه نو، زما په اړه څه فكر كوې؟
– زه خو څه ليونى نه يم چې ستا په اړه فكر وكړم.
– نه ناكرار صيب، مطلب مى دا دی چې زه په رښتيا ژورناليست يم كنه؟
– هو، ولې نه یې، د دروغو ژورناليست خو څه ښكرونه نه لري.
نامراد باندې د ناكرار دا خبره ښه ونه لګيده، مركه یې بس كړه او بېرته پر خپل ځاى كېناست. شپه یې لكه د نورو ليونيو غوندې په مروره تېره كړه.
سهار شو، جاروكښ کوټې ته راننوت، ټول په سپینو جامو کې لکه سپینې کوترې دكوټې يوې خوا ته ترهېدلي ودرېدل.
جارو كښ كوټه پاكه كړه او بېرته ووت. ليونيو لكه د ماشومانو په شان بېرته خپلې لوبې پيل كړې. چا د موټر چلولو چلونه کول، چا خندل، څوك چوپ او څوك له ځان سره په خبرو اخته شول.
نامراد هم لكه ماته ژرنده د ځان سره په يوه ساه لګيا شو:
– ولا كه خو شل شي، دا ده ما وویل، شل به نه شي………
په همدې خبرو كې یې يو دم خپل سر څنډ واهه، پاڅېد او په زوره یې غږ وکړ:
– زه وايم چې نه شل كيږي، ته هسې شله یې، هه! دا دې يو، دوه، درې، څلور.
پنځم سړي ته یې چې كله ګوته نيوله، پر ناكرار یې سترګې ولګېدې، شمېرل یې پرېښودل او مخې ته یې كېناست:
– وروره ته مې چېرته ليدلى یې؟
ناكرار په خندا سر ورته وښوراوه:
– لكه چې هېر كړى دې یم؟ د عسکرۍ دوره دې په یاد ده، چې هره ورځ به مو دوه بورۍ پیاز وړول؟
– هو والله، رایاد شول! څنګه یې ښه یې؟
– بيخي ښه يم، ته ښه یې؟
ناکرار ښه ورته ځیر شو، ویې ویل:
– ښه خېټه خو دې كړې، څه وظيفه لرې؟
– والله انډیواله! همدلته مشاور یم، شپې مې په خوبونو خوږې دي او ورځې مې په خوراکونو.
– ښه نو، لکه چې ښه په مزو او چړچو کې یې؟
– پوښتنه مه كوه! بیخي ډیر. ټول خلك د دربار ليوه راته وایي، كه زما منې ته هم راشه! پرېږده دا قومنداني مومنداني دې، همدا دې وخت دی، ځان موړ کړه، کنه بیا به همغه بورۍ بورۍ پیاز وي او زموږ به پر چړو باندې جنګونه.
۱۳۸۷-۶-۳۰
كابل
ډیر ښه په زړه پوری نکل دی