خبرتیا

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

2013-12-08

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام یا (UNDP  ) د آسیا پسیفیک څانګې مشر هالینګ سوو کابل ته د سفر پرمهال د لیندۍ میاشتې پر شپاړسمه نېټه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له چارواکو سره وکتل.

په دې کتنه کې د سیمه ییزو ارګانونوخپلواکې ادارې لوی رییس عبدالخالق فراهي، د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین دکتور فرید ماموندزی، د اداري او مالي چارو معین عبد المتین بیک، د ادارې رییسانو او د یو ان ډي پي ځینو استازو ګډون کړی و.

فراهي د ملګرو ملتونو یاد لوړپوړي استازي ته تر هرکلي وروسته دملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د سیمه ییزې حکومتوالۍ مهم مرستندوی وباله. نوموړي د سیمه ییزې حکومتوالۍ برنامې یا اې اېس جي پي د ملاتړ له امله د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مسوولینو مننه وکړه او په راتلونکې کې یې د همکاریو پر دوام بحث وکړ.

1د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام  استازي د افغانستان د سیمه ییزې حکومتوالۍ په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه وستایل او زیاته یې کړه، چې  یو ان ډي پي  به په راتلونکې کې هم د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له محلي برنامو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. د یادولو وړ ده چې د ملګرو ملتونو د نړېوالې پراختیا اداره د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره د سیمه ییزې حکومتوالۍ د برنامې په چوکاټ کې له تېرو دریو کلونو راهیسې مرسته کوي. دې ملاتړ د ظرفیت لوړونې، اداري پراختیا او سیمه ییزې پلان جوړونې په برخو کې مهمو لاسته راوړنو کې پوره ونډه لرلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *