په تېرو څو ورځو کې په رسنيو کې د سر خبر دا و، چې د پکتيا په سيد کرم ولسوالۍ کې د حرفوي زده کړو په يو پروژه کې د دې ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست له له لوري شاوخوا دوه لکه امريکايي ډالره فساد شوی.

ځينې د چارو شننوکي وايي؛ چې په فساد کې خپله نړيواله ټولنه ښکېله ده او په مخنيوي کې يې پاتې راغلي، خو پکتيا کې په رڼا ورځ چارواکي اوښان په بډه وهي، دوئ ته خو نړيوالې ټولنې نه دي ويلي، چې په يوه وړه پروژه کې دې دوه لکه د چارواکو جېبونو ته لاړې شي او يوازې دې پنځوس زره امريکايي ډالر مصرف شي.

ډېره د شرم او افسوس خبره ده، چې په يوه پروژه کې چې هغه هم د بې وزله او غريبانو لپاره د دې په خاطر جوړه شوي وي، چې بې کاره او هغو ځوانانو ته چې د کورنيو د اړتياوو پوره کولو لپاره يې نجاري، نلداوني، مستريتوب، خیاطي او ويرنکاري په دې خاطر زده کوله، چې په راتلوونکې کې يي نورو ته د سوال لاس نه وي نيولی، خو دا هيلې يې د فاسدو چارواکو له لوري په اوبو لاهو شوې.

دغه پروژه چې د دوه سوه تنو کسانو لپاره د شپږو مياشتو لپاره جوړه شوې وه، خو د دوه مياشتو په اوږدو کې نيمګړې سرته ورسېده او د يادو ټولو بې وزله زده کوونکو څخه د سيمه یيزې ادرې، د بې پامۍ او د کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري د فساد له امله له دوئ څخه د خولې ډوډۍ واخيستل شوه.

په دغه پروژه شاوخوا ۱۴ مياشتې تيرېږي خو تر اوسه پورې ددې پروژې په اړه نه ولايتي شورا چې موږ يې د خلکو استازي بولو او نه هم ولايتي ادارې غږ  پورته کړی.

نور خلک دې فکر وکړي، چې آیا په يوه پروژه کې په دومره پراخه کچه فساد کېږي، څه فکر کوئ، چې دلته د ولايتي ادارې، امنيتي ادارو او د کار او ټولنيزو چارو ادرې مسووليت څه ده او څه بايد وکړي؟؟!!

خو ښکاره خبره ده چې دلته هېڅ اداره نشته، تر اوسه پورې هېچا دلته خپل مسووليت د خلکو پر وړاندې نه دی اداء کړی او هغه حدیث شريف هم ورڅخه هېر شوی دی، چې وايي؛ هر هغه څوک چې د څو کسانو په سر آمر وي په ورځ د اخيرت به د خپل مسووليت ځواب په خپله ورکوي، آيا ددې ولايت يو ميلیون کسانو ته به ځواب نه ورکوي؟؟

د شهر ناپرسان په دغه ولايت کې تر اوسه نه قومي مشرانو نه ولسوالانو، نه د ادارو ريیسان او نه هم … خپل مسووليت او صلاحيت پېژندلی.

اوس اصلي خبره داده، چې د دغې پروژې او نورو پروژو په پيسو خو د څو چارواکو جیبونه ډک شول، په ګردېز، کابل او دوبۍ کې کورونه او مرمۍ ضد موټرې هم پرې واخيستې، دغه دوه سوه کسان چې ددې پروژې زده کوونکي دي اوس څه وکړي؟!

د کار د زده کړې وسايل خو تا ځينې واخيستل، دغه ډول نور په سلګونو ځوانان بې کاره پاتې شول ددې په خاطر چې يو څو چارواکي ښه ژوند ولري او بچيان يې په نور بهرنيو هېوادونو کې زده کړې وکړي، ددې خوار ولس لپاره مو هم کله په دې فکرونه کړی دی چې دا به اخير څه کوي؟!

که فکر مو نه وي کړی زه به يې درته و وايم، دوئ به اوس د مجبوريت له مخې چې څوک کمې پيسې هم ورکړي ستا د بې وزله عسکرو پر وړاندې وسله راخلي، جنګ به کوي او ګډوډي به جوړوي، په لارو کې به ماينونه ځای پرځای کوي او کله کوم کوم فاسد چارواکی په بمونو ور برابر شو نو بيا خو يې روايت جوړ دی او وايي، چې اوس مو اصلي جهاد وکړ او يا به هم لارو کوڅو کې لوټماري کوي.

نو په دې سره پوئ شئ، چې دلته جنګ ته تاسو زمينه برابره کړې نه ګاونډيو هېوادونو، دلته تاسو اور ته لمنې وهئ، تاسو او بالاخره تاسو یئ چې له ولس څخه مو څرمن ويستلې او يوازې تاسو ياستئ، چې خپل کورنه مو ودان کړي او د بې وزله ولس مو ور وران کړي دي.

نو اوس ځان سره فکر وکړه، چې د فساد تر څنګ نور څومره د خدای او خلکو په وړاندې مسوول شوﺉ؟!

خو کاشکې له داسې کسانو سره داسې فکر پيدا شي چې خپل جنګ ځپلي ولس باندې زړه وخوږوي، په خپلو امنيتي ځواکونه يې زړه وخوږېږي او د زړه له تله دې هېواد او دې ولس ته چوپړ وکړي….. په دې ارمان.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *