د امنيتي تړون په هکله د مذاکراتو ديپلوماتیکه ژبه پوځي شوې او افغانستان مستقیماً په کورني جنګ او ګډوډۍ تهديد شوی دی. په همدې مهال کې افغان لوری حتی په تړون د پښیمانۍ تر کچې په شا تللی دی.

يوه باوري سرچينه وايي، متحده ایالات د مرستو له ځنډ سربېره د تړون په هکله د فشارونو په ترڅ کې په تذکرو کې د (افغان) ليکنې په ماجرا کې ښکېل دي او ښايي د ملي ثبات د نازکتیا په تړاو افغانستان ته تردې سخت زیګنالونه ورکړي.

له ولسمشر کرزي سره د جیمز ډوبېنز خبرې د امریکایي استازو تر ټولو سختې او توندې خبرې وې، چې ګومان کېږي د افغان ـ امریکا امنیتي تړون په تړاو د کرزي ذهنیت یې تر ځنډ څو ګامه نور هم منفي لور ته اړولی دی.

سرچينې وايي، کله چې له ډوبېنز پوښتنه وشوه،‌ چې د سولې د خبرو د پیل پر وړاندې له عملي ګامه ولې امریکا ځان غړوي؟ ډوبېنز په صراحت وویل :‌((نو موږ دلته د څه لپاره اړوو؟)) ډابېنز جدي وو او حتی د کورنۍ جګړې د پیلېدو خبره یې په یقین کوله. تردې وروسته ولسمشر خبرې غوڅې کړې او  تړون یې ناممکن وباله.

دغسې لفظي مشاجره تر دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت سلاکارې او کرزي ترمنځ هم وه. د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې د تړون د یپلوماتیک پړاو پوځي شوی او دا ژبه د اړیکو د جوړېدو په نسبت ډېره د تهدید ژبه ده.

کابل وايي، امریکايي استازو ته یې د هغو طالبانو نومونه په ډاګه کړي، چې په سوله کې فوق العاده مرسته کوي او امريکا دغو طالبانو ته لاسرسی لري، خو امريکا د خبرو له عملي پيل څخه هغسې چې افغان دولت یې غوښتنه کوي ځان غړوي.

بل لور ته په کابل کې تر دوه زره زیاتو کسانو(زه افغان نه یم) شعارونه لېږدول او ددې مظاهرې تنظيمونکی یو پخوانی جنګسالار دی، چې له امریکا سره لوژستیک قراردادونه لري. دا په افغانستان کې د کورنیو جګړو تر مرحلې هم خطرناک مانور و، چې ګومان نه کېږي کورنۍ انګېزه دې ولري.

سیاسي څارونکي وايي، د کورني جنګ په نامه د خلکو تهدیدولو یوه مرحله داهم ده، چې د ملي ټیکاو د نازک وضعیت په انګېزو افغانستان ووېرول شي او په دې پېښه کې په ایران سربېره چې د پښتنو پرضد هر وخت بسیج سازي کوي، امریکا هم بې پرې نشي ګڼل کېدای.

په همدې حال کې افغان ولسمشر ایران ته سفر کړی او هلته یې تود هرکلی شوی دی. ظاهراً ایران له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون جدي مخالف دی، خو په عین وخت کې ایران د روسیې او چین ټلوالې په نسبت امریکا ته په نږدې کېدو دی. ځینې شنونکي وايي، چې ولسمشر له تړون څخه د په شا کېدو په هلو ځلو لګیا دی او ښايي د امریکا د سیاسي فشارونو د غبرګون په دود د کرزي دا هلې ځلې د امریکا لپاره په اوږد مهال کې او حتی د تړون په تړاو منفي تاثيرات ولري. له ایران څخه له راستنېدو سره سم ولسمشر کرزی هندوستان ته ځي، چې په سياسي ـ اقتصادي مسايلو سربېره د افغان پوځ د تجهیزاتو په يو قرارداد به خبرې وشي.

که افغان لوری له تړون څخه د په شا کېدو نیت لري ښايي ولسمشر کرزی هڅه وکړي، چې د خپل ملي امنیتي ځواک لپاره د سيمې د هېوادونو مرستو راجلبولو هڅې ګړندۍ کړي.

له بل لوري امریکایي څیړونکو ويلي، د ولسمشر کرزي له خوا اوسني وړاندې شوي شرايط‌ حد اقل دي او باید پخوا تردې چې ولسمشر کرزی په سیمه کې د امريکا د حضور په اړه حساسیتونو ته لاس واچوي باید تړون په پرده کې لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *