خبرپاڼه
نيټه ١٨.٩.١٣٩٢
کندهار افغانستان- د کندهار ولايت مرستيال والي په کندهار کي د ټولو رياستونو رئيسانو ته هدايت وکړ چي يو قوي او له ضرورتونو سره سم درې کلن ستراتيژيک پلان جوړ کړي.
هغه غونډه چي د ياد درې کلن ستراتيژيک پلان د جوړېدو په موخه د کندهار ولايت مقام د غونډيو په تالار کي د مرستيال والي عبدالقديم پتيال په نوښت جوړه سوې وه، د کندهار د ټولو رياستونو رئيسانو هم پکي ګډون درلود.
يادي غونډي ته د خبرو پر مهال مرستيال والي وويل، ډېری مهال د ځينو رياستونو له خوا د پلان د عملي کېدو په اړه شکايتونه کېږي، خو په خبره يې تر ټولو ښه حللاره يې دا ده چي د مرکز له خوا ولايتونو ته د پلان جوړولو واک ورکړل سي تر څو هر رياست خپل ستراتيژيک پلان په ښه ډول د سيمې د اوسېدونکو له اړتياوو سره سم په خپله جوړ کړي.
مرستيال والي يادونه وکړه چي له پيله تر دې دمه د رياستونو لپاره له مرکز څخه پلان رالېږل کېږي، په داسي حال کي چي مرکز د هري سيمي د ضرورتونو په اړه پوره خبرتيا نه لري.
نوموړی زياتوي که چيري ستراتيژيک پلان د مرکز پر ځای په ولايتونو کي جوړ سي ګټه به يې دا وي چي د سيمو د خلکو د لومړنيو اړتياوو لکه، د لويو لارو جوړول، د اوبو د بندونو جوړول، د برېښنا او داسې نورو په برخه کي به ډېر پر مختګ رامنځته سي.
د غونډي په ترڅ کي د رياستونو ټولو رئيسانو ياده غوښتنه يوه پر ځای او اړينه غوښتنه وبلله او يادونه يې وکړه، کله چي د دوی له خوا پلان جوړېږي او مرکز ته لېږل کېږي ډېری مهال د مرکز له خوا پکي تغيرات راوستل کېږي او تر ټولو مهمه خو لا داده چي د مرکز له خوا پکي داسي تغيرات راوستل کېږي چي د سيمي د خلکو له اړتياوو سره سم نه وي او په خبره يې له همدې امله ستراتيژيک پلان له خنډ او ځنډ سره مخامخ کېږي.